د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین محترم معین د ننګرهار ولایت د یو شمېر ښوونځیو تعلیمي وضعیت وارزاوه

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۱۵:۵۳
324

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین محترم الحاج مولوي عبدالخالق صادق، چې د ننګرهار ولایت د تعلیمي وضعیت په لیدو او بیاکتنه بوخت دی، د یاد ولایت پوهنې مسئولینو په ملتیا خوږیاڼیو ولسوالۍ ته ولاړ او د یادې ولسوالۍ له یو شمېر تعلیمي مرکزونو څخه یې د لیدنې پرمهال، د حکیم آباد لومړني ښوونځي څخه ټولګي په ټولګي لیدنه وکړه.

نوموړي د دغه ښوونځي له چارواکو، ښوونکو او زده‌کوونکو سره په ځانګړې غونډه کې، د هغوی تعلیمي ستونزې او اړتیاوې واورېدې او د حل په برخه کې یې ورسره د همکارۍ ژمنه وکړه.

دغه راز د کیفیت تضمین معین د ښوونکو له خوا د سالمې زده‌کړې او کیفیت لرونکي تدریس ټینګار وکړ او له زده‌کوونکو یې وغوښتل چې خپل درسونه د ازموینو لپاره نه، بلکې د خپلې علمي کچې پیاوړتیا لپاره ولولئ؛ ترڅو ان شاء الله؛ هغوی وکولی شي په راتلونکي کې د خپلو خلکو او وطن لپاره د صادقانه خدمت مصدر شي.

ورپسې د پورته ذکر شوي ښوونځي مسئولینو او ښوونکو د پوهنې وزارت د معین له سفر څخه د هرکلي ترڅنګ ژمنه وکړه چې د هېواد بچیانو د لاښه تدریس او سالمې روزنې لپاره به هر ډول هڅې وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۲:۰
Background image

د پکتیکا ولایت له ښوونځیو سره څه د پاسه ۱.۱ مېلیون افغانۍ مرسته شوې

د ۱۴۰۴ ښوونیز کال په جریان کې، د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ اړوندو له ۳۰ بابه ښوونځیو سره د والدینو شوراګانو، سیمه‌ییزو سوداګرو، ځوانانو او نورو خیریه بنسټونو څخه ۱ مېلیون ۱۱۳ زره ۹۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۱:۵۸
Background image

د کابل ولایت ۴ بابه ښوونځیو بیارغونې او ترمیم پروژې بشپړې شوې

د کابل ولایت د چهاراسیاب او موسهي ولسوالیو د ۴ بابه ښوونځیو بیارغونې پروژې د پوهنې چارواکو په حضور کې بشپړې او بیاځلې پرانیستل شوې.
په یادو پروژو کې احاطوي‌دېوالونو جوړول، رنګول،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۱:۵۱
Background image

په پکتیکا ولایت کې د ښوونکو مسلکي پراختیا غړو لپاره روزنیز سیمینار جوړ شو

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د یوې همکارې ادارې په مالي ملاتړ د ۲۴ ولسوالیو د ښوونکو مسلکي پراختیا ۱۳۸ تنو علمي غړو لپاره ۹ ورځنی روزنیز سیمینار پیل کړ.
د سیمینار په پرانیستونکې وینا کې،. . .

BACK TO NEWS