بدخشان ولایت کې د یو باب لومړني ښوونځي بنسټ ډبره کېښودل شوه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۱۰:۴۰
154

د بدخشان ولایت یاوان ولسوالۍ په افچها کلي کې د قاري عبدالقدوس لومړني ښوونځي بنسټ ډبره، د پوهنې ریاست او نورو سیمه ییزو ادارو د مسئولینو او قومي مخورو په حضور کې کېښودل شوه.

د بدخشان ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد طاهر جواد په خپله وینا کې د هېواد بچیانو د زده‌کړې او روزنې لپاره اسانتیاوو برابرولو ته په اشارې سره وویل: دا ښوونځی د افچها کلي ماشومانو لپاره د سالم ښوونیز چاپېریال برابرولو لپاره جوړېږي او د جوړولو لګښتونه به یې د ځایی خلکو په مستقیمه مرسته او همکارۍ تامین شي.

نوموړي ټینګار وکړ چې ښوونه او روزنه د راتلونکو نسلونو حیاتي اړتیاوې دي او د یادې پروژې پلي کول د ماشومانو روښانه راتلونکي لپاره د عام ولس د مسئولیت او ژمنتیا احساس ښیې، چې موږ یې ستاینه کوو.

هغه زیاته کړه: موږ هڅه کوو چې د پوهنې وزارت او همکارو ادارو په مرسته د دې ښوونځي نور اړین توکي، تجهیزات او اړتیاوې پوره کړو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۲:۰
Background image

د پکتیکا ولایت له ښوونځیو سره څه د پاسه ۱.۱ مېلیون افغانۍ مرسته شوې

د ۱۴۰۴ ښوونیز کال په جریان کې، د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ اړوندو له ۳۰ بابه ښوونځیو سره د والدینو شوراګانو، سیمه‌ییزو سوداګرو، ځوانانو او نورو خیریه بنسټونو څخه ۱ مېلیون ۱۱۳ زره ۹۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۱:۵۸
Background image

د کابل ولایت ۴ بابه ښوونځیو بیارغونې او ترمیم پروژې بشپړې شوې

د کابل ولایت د چهاراسیاب او موسهي ولسوالیو د ۴ بابه ښوونځیو بیارغونې پروژې د پوهنې چارواکو په حضور کې بشپړې او بیاځلې پرانیستل شوې.
په یادو پروژو کې احاطوي‌دېوالونو جوړول، رنګول،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۱:۵۱
Background image

په پکتیکا ولایت کې د ښوونکو مسلکي پراختیا غړو لپاره روزنیز سیمینار جوړ شو

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د یوې همکارې ادارې په مالي ملاتړ د ۲۴ ولسوالیو د ښوونکو مسلکي پراختیا ۱۳۸ تنو علمي غړو لپاره ۹ ورځنی روزنیز سیمینار پیل کړ.
د سیمینار په پرانیستونکې وینا کې،. . .

BACK TO NEWS