په سرپل ولایت کې ښوونکو لپاره سیمینار پیل شو

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۱۵:۷
21

د سرپل ولایت پوهنې ریاست په کوهستانات او البدر ولسوالیو کې د کیمیا، بیولوژي، ریاضي او فزیک ښوونکو لپاره د "ښوونکو پیاوړتیا" په نوم ۱۲ ورځنی سیمینار پیل کړ.

د پوهنې چارواکو په وینا، د یاد پروګرام موخه د ساینسي مضمونونو ښوونکو د مسلکي وړتیاوو لوړول دي.

په ورته وخت کې، د پروګرام ګډون‌والو د سیمینار د کیفیت او منځپانګې څخه خپل رضایت څرګند او د داسې نورو تعلیمي پروګرامونو ترسره کولو غوښتنه یې وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۷
Background image

په ښوونیزو مراکزو کې د نویو زده کوونکو د جذب او نوم لیکنې په اړه د پوهنې وزارت اعلامیه

بسم‌اﷲ الرحمن الرحیم
اَلحَمدُلِلّهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ وَالصَّلَوةُ وَالسَّلامُ عَلَی سَیِّدِالمُرسَلِینَ وَ عَلَی آلِهِ وَأَصحَابِهِ أَجْمَعِیْنَ
درنو هېوادوالو راځئ! چې نوی ښوونیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۳
Background image

په بادغیس ولایت کې له م/جاهدینو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د بادغیس ولایت پوهنې ریاست د هېواد د اولادونو لپاره د تعلیمي اسانتیاوو برابرولو په موخه، له هغو ۲۱۰ تنو م/جاهدینو څخه چې له زده کړو څخه پاتې شوي وو، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۱
Background image

د سرپل ولایت عام ولس لخوا پوهنې سره له ۱۹ میلیونه افغانیو څخه زیاته مرسته شوې

د سرپل ولایت پوهنې ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي؛ د ۱۴۰۴ لمریز کال په جریان کې د یاد ولایت خلکو، د سیمې مشرانو او تعلیمي شوراګانو په ټولیز ډول ۱۹ میلیونه ۱۶۴ زره ۸۵۱ افغانۍ د پوهنې له. . .

BACK TO NEWS