لوګر ولایت کې د ۳۰۰ زره ډالرو په لګښت د یو باب ښوونځي ودانۍ ورغول شوه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۸ - ۱۴:۵۲
قیل

د لوګر ولایت مرکز پل علم ښار د کډوالو په کمپ کې د صلاح الدین ایوبي لومړني ښوونځي نوې ودانۍ د ۳۰۰ زره ډالرو په لګښت جوړه او د پوهنې چارواکو، یو شمېر دیني علماءکرامو او ځایي خلکو د استازو په حضور کې په رسمي ډول د زده‌کوونکو پر مخ پرانیستل شوه.

یاده ودانۍ چې د یو جرېب ځمکې په ساحه کې جوړه شوې، ۱۶ درسي ټولګي، ۵ اداري خونې، یو لابراتوار، کمپیوټر خونه، لمریزې برېښنا او اوبو رسولو سیسټمونه، زرغون چاپېریال، لوبغالی او ځینې نور اړین ملحقات لري، چې لګښت یې د یوې تعلیمي مرستندویه ادارې لخوا ورکړل شوی دی.

د یادونې وړ ده، دغه ښوونځی دوه کاله مخکې د پوهنې وزارت له لوري د راستنېدونکو ماشومانو د زده‌کړې په موخه تاسیس شوی و چې اوسمهال پکې شاوخوا ۷۰۰ تنه زده‌کوونکي زده کړې کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۲:۰
Background image

د پکتیکا ولایت له ښوونځیو سره څه د پاسه ۱.۱ مېلیون افغانۍ مرسته شوې

د ۱۴۰۴ ښوونیز کال په جریان کې، د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ اړوندو له ۳۰ بابه ښوونځیو سره د والدینو شوراګانو، سیمه‌ییزو سوداګرو، ځوانانو او نورو خیریه بنسټونو څخه ۱ مېلیون ۱۱۳ زره ۹۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۱:۵۸
Background image

د کابل ولایت ۴ بابه ښوونځیو بیارغونې او ترمیم پروژې بشپړې شوې

د کابل ولایت د چهاراسیاب او موسهي ولسوالیو د ۴ بابه ښوونځیو بیارغونې پروژې د پوهنې چارواکو په حضور کې بشپړې او بیاځلې پرانیستل شوې.
په یادو پروژو کې احاطوي‌دېوالونو جوړول، رنګول،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۱:۵۱
Background image

په پکتیکا ولایت کې د ښوونکو مسلکي پراختیا غړو لپاره روزنیز سیمینار جوړ شو

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د یوې همکارې ادارې په مالي ملاتړ د ۲۴ ولسوالیو د ښوونکو مسلکي پراختیا ۱۳۸ تنو علمي غړو لپاره ۹ ورځنی روزنیز سیمینار پیل کړ.
د سیمینار په پرانیستونکې وینا کې،. . .

BACK TO NEWS