په لوګر ولایت کې د ۷۵ مېلیونه افغانیو په لګښت د ۷ بابه ښوونځیو لپاره نوې ودانۍ جوړې شوې

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۵/۴ - ۱۰:۵۲
ګک

د لوګر ولایت په برکي برک، چرخ او خروار ولسوالیو کې، د پادخاب روغني، برکي، ګرمابه، محمدي، حاجي بزرګ، شمشر ګنګی او شیخ موسی ښوونځیو لپاره د ۷۵ مېلیونه افغانیو په لګښت نوې ودانۍ جوړې او ټاکل شوې ده چې په راتلونکو څو ورځو کې د پوهنې مسئولینو له خوا د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د پورته ذکر شويو ښوونځيو ودانۍ په یو پوړیز ډول د یو کال په اوږدو کې د یوې همکارې ادارې په مالي ملاتړ سره رغول شوې دي.

همدارنګه هره ودانۍ یوه اداري خونه، ۶ درسي ټولګي، د لاس مینځلو ځانګړې ساحې، احاطوي دېوال، د څښاک پاکو اوبو لپاره ژورې څاګانې او د لمریزې برېښنا سیسټمونه لري.

د یادونې وړ ده چې د دې ښوونځیو په پرانیستلو سره به د ۲۵۰۰ تنو څخه زیاتو زده‌کوونکو لپاره مناسب تعلیمي چاپېریال چمتو شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۲:۰
Background image

د پکتیکا ولایت له ښوونځیو سره څه د پاسه ۱.۱ مېلیون افغانۍ مرسته شوې

د ۱۴۰۴ ښوونیز کال په جریان کې، د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ اړوندو له ۳۰ بابه ښوونځیو سره د والدینو شوراګانو، سیمه‌ییزو سوداګرو، ځوانانو او نورو خیریه بنسټونو څخه ۱ مېلیون ۱۱۳ زره ۹۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۱:۵۸
Background image

د کابل ولایت ۴ بابه ښوونځیو بیارغونې او ترمیم پروژې بشپړې شوې

د کابل ولایت د چهاراسیاب او موسهي ولسوالیو د ۴ بابه ښوونځیو بیارغونې پروژې د پوهنې چارواکو په حضور کې بشپړې او بیاځلې پرانیستل شوې.
په یادو پروژو کې احاطوي‌دېوالونو جوړول، رنګول،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۱:۵۱
Background image

په پکتیکا ولایت کې د ښوونکو مسلکي پراختیا غړو لپاره روزنیز سیمینار جوړ شو

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د یوې همکارې ادارې په مالي ملاتړ د ۲۴ ولسوالیو د ښوونکو مسلکي پراختیا ۱۳۸ تنو علمي غړو لپاره ۹ ورځنی روزنیز سیمینار پیل کړ.
د سیمینار په پرانیستونکې وینا کې،. . .

BACK TO NEWS