د پوهنې وزارت د املاکو برېښنایي ثبت سیسټم پرانیستل شو

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۳۰ - ۱۰:۲۲
474

د پوهنې وزارت د املاکو برېښنایي ثبت سیسټم، د یاد وزارت د سرپرست محترم الحاج مولوي حبیب الله آغا، ښاغلو معینانو او رئیسانو په حضور کې رسماً افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د مراسمو په پیل کې د پوهنې وزارت مالي او اداري معین محترم الحاج مولوي صبغت الله وصیل، د یاد وزارت د رهبرۍ او مېلمنو هرکلی وکړ او په ادارو کې یې د چارو لاپرمختګ لپاره د ټیکنالوژۍ په اړه وویل: د روڼتیا ډاډمنولو، د فساد او خزانې ضایع کېدو څخه د مخنیوي او په ځانګړې توګه د پوهنې وزارت د شتمنیو له زیانمنېدو څخه د ساتنې په موخه، اوسمهال د ملکیتونو د ساتنې او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاستونو په همکارۍ، پوهنې وزارت کې د املاکو برېښنایي ثبت سیسټم رامنځته او فعال شو، چې موږ یې نن دپرانیستې شاهدان یو.

ورپسې د پوهنې وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس محترم مولوي کفایت الله عمري د تخنیکي فعالیت له نظره د یاد سیسټم د محوریت په اړه خبرې ترسره او عمومي معلومات یې وړاندې کړل.

په ورته مهال د پوهنې وزارت محترم سرپرست د یاد وزارت د املاکو او ملکیتونو ثبتولو په موخه د یاد سیسټم له رامنځته کېدو څخه د خوښۍ ترڅنګ له چارواکو څخه وغوښتل چې، د وزارت د خزانې او ملکیتونو د غصب او ناسم استعمال څخه د مخنیوي او د املاکو بشپړې ساتنې لپاره لاپسې دوامداره او صادقانه هڅې وکړي.

دغه راز د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست یو تن کارپوه، د یاد سیسټم د تخنیکي برخې په تړاو ځانګړی پریزنټیشن وړاندې کړ، چې د ګډون‌والو د پاملرنې او علاقې وړ وګرځېد.

د غونډې په دوام، د دې سیسټم په جوړولو کې د ښکیلو ادارو کارکوونکي د وزارت مشرتابه له لوري په ستاینلیکونو وویاړل شول.

غونډه د پوهنې وزارت د معلوماتو او احصایې د رئیس محترم مولوي بسم الله نعماني له خوا د مبارکې دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۲:۵۷
Background image

برگزاری مراسم اختتامیه مسابقات حسن قرائت قرآن کریم شاگردان مدارس و مکاتب شهر کابل

 مراسم پایانی مسابقات حسن قرائت قرآن عظیم الشان میان ۱۶ تن شاگردان برتر مدارس و مکاتب شهر کابل برگزار شد.
  در این مراسم با شکوه، محترم الحاج مولوی صبغت الله وصیل، معین مالی و اداری،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۲:۴۸
Background image

مطبوعاتي بلنليک 

د کابل ولایت پوهنې ریاست له لوري د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت، د پوهنې وزارت مسٸولینو، د کابل ولایت مقام استازو، دیني علماءکرامو، معززو مېلمنو او استادانو په حضور کې، د کابل ولايت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۰:۶
Background image

پکتیکا ولایت کې د ۱۸۲ تنو ښوونکو لپاره د «ویفس» پروګرام په اړه سیمینار پیل شو 

د یوې خیریه ادارې له خوا د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست کې د ۹۱ بابه ښوونځیو د ۱۹۲ تنو ښوونکو لپاره د «ویفس» پروګرام په اړه دوه ورځنی سیمینار پیل شو.
د ياد ولایت پوهنې رئیس، محترم مولوي. . .

BACK TO NEWS