په هرات ولایت کې د ۶ بابه ښوونځیو لپاره د احاطوي دېوالونو رغنیزې چارې پیل شوې

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۴ - ۱۵:۱۵
125

د پوهنې سره د یوې همکارې ادارې له بودیجې څخه، د هرات ولایت په کشک کهنه، رباط سنګي او انجیل ولسوالیو کې د ۱۵.۷ مېلیونه افغانیو په لګښت، د ۶ بابه ښوونځیو د احاطوي دیوالونو جوړولو کارونه پیل شول.

د هرات ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي رحمت الله جابر، په پورته ذکر شویو ولسوالیو کې د یادو پروژو په اړه وویل: د پوهنې وزارت ژمن دی چې د ښوونځیو د تجهیزاتو او بیارغونې اړتیاوې تر ممکنه حده پوره کړي.

نوموړي د ښوونیز نظام لاپیاوړتیا په برخه کې له خلکو څخه د مادي او معنوي ملاتړ غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۷
Background image

په ښوونیزو مراکزو کې د نویو زده کوونکو د جذب او نوم لیکنې په اړه د پوهنې وزارت اعلامیه

بسم‌اﷲ الرحمن الرحیم
اَلحَمدُلِلّهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ وَالصَّلَوةُ وَالسَّلامُ عَلَی سَیِّدِالمُرسَلِینَ وَ عَلَی آلِهِ وَأَصحَابِهِ أَجْمَعِیْنَ
درنو هېوادوالو راځئ! چې نوی ښوونیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۳
Background image

په بادغیس ولایت کې له م/جاهدینو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د بادغیس ولایت پوهنې ریاست د هېواد د اولادونو لپاره د تعلیمي اسانتیاوو برابرولو په موخه، له هغو ۲۱۰ تنو م/جاهدینو څخه چې له زده کړو څخه پاتې شوي وو، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۱
Background image

د سرپل ولایت عام ولس لخوا پوهنې سره له ۱۹ میلیونه افغانیو څخه زیاته مرسته شوې

د سرپل ولایت پوهنې ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي؛ د ۱۴۰۴ لمریز کال په جریان کې د یاد ولایت خلکو، د سیمې مشرانو او تعلیمي شوراګانو په ټولیز ډول ۱۹ میلیونه ۱۶۴ زره ۸۵۱ افغانۍ د پوهنې له. . .

BACK TO NEWS