د پروان ولایت د ښوونځیو زده‌کوونکو لپاره د درسي موادو وېش پیل شو

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۴ - ۹:۲۸
14

د پروان ولایت د ښوونکو او زده‌کوونکو لپاره د ۳۶ مېلیونه افغانیو په لګښت د درسي توکو وېش بهیر، د یاد ولایت د چارواکو او پوهنې مسئولینو په حضور کې پیل شو.

په دغو موادو کې د صنفي اصولو ټولګیو ۳۷۶۶۸ ټوکه درسي کتابونه، د لومړنیو ښوونځیو د زده‌کوونکو لپاره د درسي موادو ۶۵۷۸۲ کڅوړې، د ښوونکو لپاره ۳۰۹۸ ځانګړې کڅوړې، د ښوونځیو د اداري موادو ۴۴۶ بستې او نور اړین توکي او اکمالات شامل دي، چې د پوهنې ریاست سره د همکارې یوې ادارې لخوا چمتو شوي او ټاکل شوې ده چې د همدغه ولایت د ښوونځیو ښوونکو او زده‌کوونکو ته ووېشل شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۲۳
Background image

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معینیت پلاوي د لغمان له یو شمېر ښوونیزو مرکزونو څخه څارنه وکړه

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معینیت پلاوي، د لغمان ولایت مرکز مهترلام اړوند د روښان رشتوي لېسې او اخلاص قانع خصوصي ښوونځي له ښوونیز بهیر څخه څارنه وکړه.
 لومړی د پوهنې وزارت پلاوي د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۱۸
Background image

په پروان کې د یوې مدرسې نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د پروان ولایت بګرام ولسوالۍ اړوند یوې مدرسې نوې ودانۍ د علم‌پرور شخصیت حاجي عبدالجبار صدیقي په ۱۰ میلیونه افغانیو مالي مرسته، په دوو پوړونو کې جوړه او د یوې غونډې په ترڅ کې ګټې اخیستنې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۱۶
Background image

په نورستان کې د یوه ښوونځي لپاره ازمېښتون پرانیستل شو

د پوهنې وزارت له لوري د نورستان ولایت مرکزاړوند «پرونز» منځني ښوونځي لپاره د عملي فعالیتونو په موخه یو ازمېښتون جوړ او پرانیستل شو.
د یاد ښوونځي مسوولینو او ښوونکو د ازمېښتون له جوړېدو. . .

BACK TO NEWS