د دایکنډي ولایت د دیني مدارسو مدیرانو لپاره د اداري اسنادو لارښود سیمینار جوړ شو
د دایکنډي ولایت د پوهنې ریاست کارکوونکو مدیریت له خوا، د یاد ولایت د دیني مدارسو مدیرانو او مامورینو لپاره "د دیني مدارسو د مدیرانو او مامورینو لپاره د ځانګړو اداري مکاتیبو لارښود" تر سرلیک لاندې یو ورځنی سیمینار ترسره شو.
په یاد پروګرام کې به ګډونوالو ته د اداري اسنادو او مکاتیبو ډولونه، فورمې، جوړښت او د مکاتیبو لیکلو طریقې په څېر موضوعات تدریس شي.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي رحمت الله قندیلي د همدغه پروګرام څخه د هرکلي په ترڅ کې وویل: "د پوهنې کار د پیغمبرانو علیهم السلام لاره ده او دا د ټولنې د ودې او پرمختګ بنسټ ګڼل کېږي."
د یادونې وړ ده چې یاد پروګرام د ګډونوالو لخوا تود هرکلي سره مخامخ شو او تمه کېږي چې په نږدې راتلونکي کې به د یاد ولایت د تعلیمي څانګو په نورو ادارو کې هم ورته سیمینارونه ترسره شي.
