د ښوونکو مسلکي پراختیا رئیس په رسمي سفر پکتیا ولایت ته ورسېد

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۴:۴۷
25

د پوهنې وزارت د ښوونکو مسلکي پراختیا رئیس محترم مولوي محمد ابراهیم «عمري» پکتیا ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې، د یاد ولایت له پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي عبدالقیوم «فاروقي» سره وکتل او د خپل کاري پلان اړوند مسایلو په اړه یې ورسره خبرې وکړې.

په یاده غونډه کې، د مسلکي پراختیا رئیس وویل: "لومړی به موږ یوه لومړنۍ سروې ترسره کړو او د هغې پر بنسټ به د صنفي اصولو د ټولګیو ښوونکو ارزونه وکړو. د سیمینار له ترسره کولو وروسته به دویمه ارزونه ترسره شي، تر څو معلومه شي، چې سیمینار د دوی د مسلکي وړتیاوو په لوړولو کې څومره اغېزمن و."

ورپسې د پکتیا پوهنې رئیس له پلاوي څخه د هرکلي پرمهال وویل: "هغه سیمینارونه چې په تېرو وختونو کې ترسره شوي یوڅه مثبتې پایلې یې لرلې دي؛ مګر موږ تاسو ته ډاډ درکوو چې همدغه سیمینار به غوره او ډېرې اغېزمنې پایلې له ځان سره ولري."

په پلان کې ده چې د پوهنې وزارت د ښوونکو مسلکي پراختیا ریاست، د پکتیا ولایت پوهنې ریاست سره په همغږۍ او د یوې تعلیمي همکارې ادارې په مالي ملاتړ، د ۵۰۰ تنو ښوونکو، ۱۱۵ تنو آمرینو او د ښوونځیو د شوراګانو ۵۰۰ تنو غړو لپاره یو سیمینار جوړ کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۴:۵۳
Background image

لوګر ولایت کې د ۲ مېلیونه افغانیو په لګښت د یوې دیني مدرسې بنسټ ډبره کېښودل شوه

د لوګر ولایت مرکز پل علم ښار اړوند د حاجي ګلون کلي په سیمه کې د "یوسفيه" دیني مدرسې بنسټ ډبره د پوهنې مسئولینو په حضور کې کیښودل شوه.
یاده مدرسه د یو معارف‌دوست شخص په لګښت، په هغه نیم. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۴:۵۰
Background image

د ولایتونو له پوهنې د څو خبرونو لنډيز

پکتيا
د پکتیا ولایت شیخ‌آباد ولسوالۍ د منبع‌العلوم ديني مدرسې لپاره د تشنابونو او اوبو رسولو سیسټم چارې د همدې مدرسې د مسئولینو لخوا د ۱۵۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې.

بامیان
د بامیان. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۴:۴۷
Background image

د پکتیکا ولایت ۱۴ ولسوالیو ته تعلیمي مواد توزېع شول

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ۴۲ ډوله اداري او تعلیمي مواد، چې لګښت یې ۵ مېلیون افغانۍ دی، د مدرسینو مسلکي پراختیا غړو او د ۱۴ ولسوالیو آمریتونو ته ووېشل.
یاد مواد چې پکې قرطاسیه، مېزونه،. . .

BACK TO NEWS