پکتیکا ولایت کې د ۱.۲ مېلیونه افغانیو په لګښت د یو شمېر درسي ټولګیو رغولو چارې پیل شوې
د پکتیکا ولایت ارګون ولسوالۍ کې " دوابه ریاض العلوم دیني مدرسې" اړوند درسي خونو او یو مجهز پخلنځي رغولو چارې، د ۱.۲مېلیونه افغانیو لګښت سره پیل شوې.
د یادونې وړ ده، چې د دغو درسي ټولګیو په جوړولو سره به طلابو ته د زده کړو خوندي
چاپېریال برابر شي.
د پوهنې وزارت مشرتابه د ښوونیز نظام پیاوړتیا برخه کې د هېوادوالو په ځانګړې توګه د پکتیکا علم پروره ولس له همکاریو مننه او قدرداني کوي.
