په افغانستان کې د ترکیې هېواد د تعلیمي ادارو استازو د کابل ښار له پوهنې رئیس سره وکتل
په افغانستان کې د ترکیې هېواد د ښوونیزو بنسټونو مرستیالانو، «مراد عبدالصمد او ابراهیم فاتح ګوچلو» د کابل ښار له پوهنې رئیس قاري عبدالباسط «حقاني» سره وکتل.
د ترکیې د تعلیمي ادارو پلاوي په یاده غونډه کې د پوهنیزو مسایلو په اړه بحث وکړ او ویې ویل: "موږ د پوهنې وزارت ټولې لارښوونې په افغان-ترک ښوونځیو کې پلي کړې او د هغوی عملي کولو ته په بشپړه توګه ژمن یو."
هغوی زیاته کړه، چې د پوهنیز سیستم لاپیاوړتیا او د پوهنې وزارت د پراختیایي فعالیتونو په برخو کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.
پلاوي د تعلیمي وضعیت لاښه والي لپاره خپل اغېزمن وړاندیزونه او تجربې د کابل ښار له پوهنې رئیس سره شریکې کړې.
ورپسې د کابل ښار پوهنې رئیس پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د پوهنې په برخه کې د ترکیې د دوامداره همکارۍ ستاینه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د افغانستان د پوهنیز نظام لا پرمختګ لپاره له دې ادارې سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.
