د ترکیې هېواد د تعلیمي بنسټ پلاوي د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو له معین سره وکتل
د ترکیې هېواد د تعلیمي بنسټ پلاوي د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو له معین الحاج مولوي کرامت الله آخندزاده سره د نوموړي په کاري دفتر کې وکتل.
په یاده کتنه کې د ترکيې د تعلیمي بنسټ مشاور استاد هارون او د افغان ترک دارالعلوم رئیس دوکتور محمد چلن، داسلامي زده کړو معین ته د خپلو فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل: دوی په افغانستان کې دا.ا.ا. د پوهنې وزارت ټول هدایتونه پلي کړي او په هره برخه کې ورته ژمن دي.
هغوی زیاته کړه چې د استادانو د وړتیاوو لوړولو لپاره به اغېزمن سیمینارونه تنظیم کړي او غوښتنه یې وکړه چې د افغان ترک دارالعلومونو زده کوونکو ته دې د لوړو زده کړو فرصتونه برابر شي.
ورپسې د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معین د ترکي پلاوي له ورتګ هرکلی وکړ او څرګنده یې کړه: "زموږ هېواد شاوخوا ۵۰ کاله د پردیو تر اشغال او سختو جګړو لاندې و، چې په یاده موده کې پوهنیز نظام ته خورا ستر زیانونه آوښتې دي، اوس د دې وخت رارسېدلی دی، چې په ګډه د دغو ستونزو حل لپاره هڅې وکړو."
په پای کې دواړو لوریو د تعلیمي برخې لا پراختیا لپاره پر ګډو همکاریو ټینګار وکړ.
