په هرات ولایت کې ۱۰۰ تنو اړمنو زده‌کوونکو ته د درسي موادو کڅوړې ووېشل شوې

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۲ - ۱۲:۴۸

پوهنې وزارت لخوا د عاطفي خیریه بنسټ په همکارۍ، د هرات ولایت په چشت شریف ولسوالۍ کې ۱۰۰ تنو یتیمو او اړمنو زده‌کونکو ته د کتابونو بکسې، قرطاسیه، جامې او بوټان ووېشل شول.
یاده مرسته د هرات ولایت پوهنې ریاست او د پورته ذکر شوي بنسټ ترمنځ د لاسلیک شوي تړون پر بنسټ چمتو شوې.
د پوهنې مسئولینو په وینا، د مرستو دغه کڅوړې د محرومو ماشومانو د ملاتړ او هغوی ته د غوره زده‌کړې برابرولو په موخه وېشل شوي دي.
د پوهنې وزارت د هېواد له پوهنیز نظام سره د مرسته کوونکو ادارو له مالي مرستو څخه مننه کوي او د هغوی فعالیتونه ارزښتناک ګڼي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۲:۰
Background image

د پکتیکا ولایت له ښوونځیو سره څه د پاسه ۱.۱ مېلیون افغانۍ مرسته شوې

د ۱۴۰۴ ښوونیز کال په جریان کې، د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ اړوندو له ۳۰ بابه ښوونځیو سره د والدینو شوراګانو، سیمه‌ییزو سوداګرو، ځوانانو او نورو خیریه بنسټونو څخه ۱ مېلیون ۱۱۳ زره ۹۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۱:۵۸
Background image

د کابل ولایت ۴ بابه ښوونځیو بیارغونې او ترمیم پروژې بشپړې شوې

د کابل ولایت د چهاراسیاب او موسهي ولسوالیو د ۴ بابه ښوونځیو بیارغونې پروژې د پوهنې چارواکو په حضور کې بشپړې او بیاځلې پرانیستل شوې.
په یادو پروژو کې احاطوي‌دېوالونو جوړول، رنګول،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۱:۵۱
Background image

په پکتیکا ولایت کې د ښوونکو مسلکي پراختیا غړو لپاره روزنیز سیمینار جوړ شو

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د یوې همکارې ادارې په مالي ملاتړ د ۲۴ ولسوالیو د ښوونکو مسلکي پراختیا ۱۳۸ تنو علمي غړو لپاره ۹ ورځنی روزنیز سیمینار پیل کړ.
د سیمینار په پرانیستونکې وینا کې،. . .

BACK TO NEWS