د پوهنې وزارت سرپرست په غزني ولایت کې د یو باب ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښوده

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۲/۶ - ۱۳:۱۱
cfsx\c

د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا د پوهنې رئیس، مسئولینو، یو شمېر جیدو علماءکرامو او استادانو په ملتیا، د غزني ولایت جاغوري ولسوالۍ ته سفر وکړ او د صالحي لېسې د نوې ودانۍ بنسټ ډبره یې کېښوده.
یاده ودانۍ چې د عامو خلکو په مرسته د ۱۳ مېلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي، ټولې اړینې آسانتیاوې به لري او په ترڅ کې به یې د سلګونو زده کونکو لپاره خوندي ښوونیز او روزنیز چاپېریال رامنځته شي.
د پوهنې وزارت سرپرست په خپله وینا کې له پوهنیز نظام څخه د خلکو د مادي او معنوي ملاتړ څخه د ستاینې ترڅنګ، د علم او پوهې ارزښت په هکله مفصله وینا وکړه او د تعلیمي مرکزونو جوړول یې د هېواد روښانه راتلونکي لپاره یو مهم ګام وباله.
د غزني ولایت پوهنې رئیس هم دغه کړنه د پوهنې وزارت او عامو خلکو ترمنځ د همکارۍ او پیوستون یوه ښکاره بېلګه وبلله.

د یو بل خبر له مخې:
د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا، غزني ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې له پوهنې رئیس الحاج مولوي میر نصیر احمد حسیني، د مهمو څانګو له آمرینو او کارکوونکو سره وکتل او د غزني ولایت پوهنیز وضعیت په اړه یې بحث او نظرونه تبادله کړل.
په پیل کې د یاد ولایت پوهنې رئیس د پوهنې وزارت د سرپرست او ورسره مل پلاوي له ورتګ څخه هرکلی وکړ او د یادې ادارې د دندو او فعالیتونو په اړه یې د لنډ راپور وړاندې کولو سربېره، د خپلې اړوندې څانګې ځینې ستونزې او وړاندیزونه د وزارت له مشرتابه سره شریک کړل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۲:۸
Background image

په پکتیا کې د یوه ښوونځي لپاره ٣ نوي درسي ټولګي جوړ شول

د پکتیا ولایت مرکز ګردېز ښار اړوند بنوزیو عالي لېسې لپاره د ځايي خلکو په مالي ملاتړ، د ۳۳۲ زره افغانیو په لګښت درې معیاري درسي ټولګي جوړ او د یوې غونډې په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۲:۶
Background image

د زابل په مرکزي محبس کې نوې مدرسه تاسيس شوه

د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت له لوري د زابل ولایت په مرکزي محبس کې د «العمریه» په نوم نوې مدرسه په رسمي ډول پرانیستل شوه.
د یادې مدرسې د پرانیستې په مراسمو کې د پوهنې مسوولینو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۲:۴
Background image

په کونړ کې د نويو ګومارل شویو کارکوونکو لپاره روزنیزه برنامه پیل شوه

د کونړ ولایت پوهنې ریاست اړوند ۳۶ تنو نويو ګومارل شویو مسلکي او اداري کارکوونکو لپاره دوه ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
ټاکل شوې، د دغه روزنیزې برنامې ګډونوال د احصایې، راپور ورکولو،. . .

BACK TO NEWS