د تخار ولایت یو تن جید دیني عالم د پوهنې وزارت د نشراتو او عامه اړیکو له رئیس سره وکتل

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۲/۶ - ۱۰:۲
tuy

د تخار ولایت اړوند چاه آب ولسوالۍ یو تن جید دیني عالم مولوي شبیر احمد «عثماني» د پوهنې وزارت د نشراتو او عامه اړیکو له رئیس مفتي حبیب الله «قتاده نوري» سره وکتل او د یادې ولسوالۍ د پوهنې د وضعیت په ګډون یې د علاقې وړ موضوعاتو په اړه بحث او نظرونه تبادله کړل.

په پیل کې د پوهنې وزارت د نشراتو او عامه اړیکو رئیس د یاد متنفذ شخصیت له راتګ څخه هرکلی وکړ او نوموړي ته یې د پوهنې وزارت د هغو پروګرامونو په اړه معلومات ورکړل، کوم چې د هېواد بچیانو ته په دیني او عصري علومو برخو کې د تعلیمي خدماتو وړاندې کولو په موخه تنظیم شوي دي.

ورپسې، مولوي احمد شبیر د نشراتو او عامو اړیکو ریاست د کاري تجربو غني کولو په تړاو د مشورو ترڅنګ، د هېواد بچیانو او ځوانانو لپاره د تعلیمي خدماتو وړاندې کولو په برخه کې د پوهنې وزارت له هڅو ستاینه وکړه او د یاد وزارت د پلانونو او پروګرامونو په پلي کولو کې یې د خپل معنوي ملاتړ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۷
Background image

په ښوونیزو مراکزو کې د نویو زده کوونکو د جذب او نوم لیکنې په اړه د پوهنې وزارت اعلامیه

بسم‌اﷲ الرحمن الرحیم
اَلحَمدُلِلّهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ وَالصَّلَوةُ وَالسَّلامُ عَلَی سَیِّدِالمُرسَلِینَ وَ عَلَی آلِهِ وَأَصحَابِهِ أَجْمَعِیْنَ
درنو هېوادوالو راځئ! چې نوی ښوونیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۳
Background image

په بادغیس ولایت کې له م/جاهدینو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د بادغیس ولایت پوهنې ریاست د هېواد د اولادونو لپاره د تعلیمي اسانتیاوو برابرولو په موخه، له هغو ۲۱۰ تنو م/جاهدینو څخه چې له زده کړو څخه پاتې شوي وو، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۱
Background image

د سرپل ولایت عام ولس لخوا پوهنې سره له ۱۹ میلیونه افغانیو څخه زیاته مرسته شوې

د سرپل ولایت پوهنې ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي؛ د ۱۴۰۴ لمریز کال په جریان کې د یاد ولایت خلکو، د سیمې مشرانو او تعلیمي شوراګانو په ټولیز ډول ۱۹ میلیونه ۱۶۴ زره ۸۵۱ افغانۍ د پوهنې له. . .

BACK TO NEWS