له ۶۰۰ تنو کډوالو زده کوونکو څخه د سویې د تثبیت آزموینه واخیستل شوه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۴ - ۹:۲۴
25

د کابل ښار پوهنې ریاست، هېواد ته د راستنېدونکو ۶۰۰ تنو زده کوونکو څخه د سویې د تثبیت په موخه آزموینه واخیسته.
 په هغو مراسمو کې چې د همدې آزموینې د پرانیستل کېدو په هدف، د کابل ښار پوهنې ریاست د غونډو په تالار کې جوړ شوي وو، پکې د پوهنې وزارت ښوونې او روزنې معین او کفیل الحاج مولوي سخاءالله "سعید"، د کابل ښار پوهنې رئیس قاري عبدالباسط"حقاني"، مسئولینو او زده کوونکو ګډون درلود.
په پیل کې د کابل ښار پوهنې رئیس مېلمنو او ګډون والو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د کډوالو زده کوونکو لپاره د هغوی د زده کړو په برخه کې د هراړخیزو آسانتیاوو برابرولو ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه: دا زموږ مسئولیت دی، تر څو د هېواد بچیانو لپاره د دیني او عصري زده کړو زمینه برابره کړو.
ورپسې د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین او کفیل وویل: د ا.ا.ا. د پوهنې وزارت ژمن دی چې د هېواد ټولو بچیانو او راستنېدونکو ځوانانو ته د دیني او عصري زده کړو فرصت برابر کړي. 
نوموړي څرګنده کړه، چې یاد وزارت د ټولو کډوالو زده کوونکو او ماشومانو د علم او پوهې د زمینې برابرولو لپاره بشپړ چمتووالی نیولی او له زده کوونکو یې وغوښتل، چې د خپل ګران هېواد افغانستان د هراړخیز پرمختګ لپاره په ګډه کار وکړي.
د مسئولینو په وینا، ټاکل شوې ده، چې د یادې آزموینې بریالي ګډون وال به د هغوی له خپلو تعلیمي سویو سره سم د زده کړو د دوام په موخه، د ښوونځیو په یوولسم او دولسم ټولګیو کې شامل شي.
غونډه د مبارکې دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۲:۰
Background image

د پکتیکا ولایت له ښوونځیو سره څه د پاسه ۱.۱ مېلیون افغانۍ مرسته شوې

د ۱۴۰۴ ښوونیز کال په جریان کې، د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ اړوندو له ۳۰ بابه ښوونځیو سره د والدینو شوراګانو، سیمه‌ییزو سوداګرو، ځوانانو او نورو خیریه بنسټونو څخه ۱ مېلیون ۱۱۳ زره ۹۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۱:۵۸
Background image

د کابل ولایت ۴ بابه ښوونځیو بیارغونې او ترمیم پروژې بشپړې شوې

د کابل ولایت د چهاراسیاب او موسهي ولسوالیو د ۴ بابه ښوونځیو بیارغونې پروژې د پوهنې چارواکو په حضور کې بشپړې او بیاځلې پرانیستل شوې.
په یادو پروژو کې احاطوي‌دېوالونو جوړول، رنګول،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۱:۵۱
Background image

په پکتیکا ولایت کې د ښوونکو مسلکي پراختیا غړو لپاره روزنیز سیمینار جوړ شو

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د یوې همکارې ادارې په مالي ملاتړ د ۲۴ ولسوالیو د ښوونکو مسلکي پراختیا ۱۳۸ تنو علمي غړو لپاره ۹ ورځنی روزنیز سیمینار پیل کړ.
د سیمینار په پرانیستونکې وینا کې،. . .

BACK TO NEWS