د لوګر ولایت ښوونځیو ته ۱۱ زره ټوکه درسي کتابونه ووېشل شول
د پوهنې وزارت د نشراتو او عامه اړیکو ریاست د لوګر ولایت پوهنې ریاست په همکارۍ، د یاد ولایت په مرکز پل علم ښار کې ښوونځیو ته د ۴۴۶ زره افغانیو په لګښت ۱۱زره ۶۱۱ ټوکه درسي کتابونه ووېشل.
یادو کتابونو کې په پښتو او دري ژبو د اووم څخه تر لسم ټولګي پورې ۲۷ مضمونونه شامل دي.
د لوګر ولایت پوهنې ریاست په وینا؛ د پورته ذکر شویو کتابونو په وېشلو سره به د یاد ولایت په ډېرو ښوونځیو کې د کتابونو کمښت ستونزه حل شي.
