لغمان ولایت کې څه د پاسه ۵۰۰زره افغانیو په لګښت د یو باب ښوونځي ودانۍ بیاورغول شوه
د لغمان ولایت علینګار ولسوالۍ اړوند مندال لیسې بیارغونې چارې، چې څه موده وړاندې د یو همکار بنسټ په مرسته پیل شوې وې، اوسمهال د ۵۹۳ زره ۶۲۰ افغانیو په لګښت بشپړې او د پوهنې مسئولینو، سیمه ییزو مشرانو او د خلکو استازو په حضور کې ګټې ته وسپارل شوې.
د یاد ولایت پوهنې رئیس مولوي شاه جهان ساجد په سیمه ییزو علماءکرامو او مشرانو غږ وکړ، چې د پوهنې په برخه کې دې عام خلک وهڅوي، ترڅو خپل ماشومان په تعلیمي مرکزونو کې شامل کړي.
