د هېواد په سړو سیمو او ولایتونو کې نوی ۱۴۰۴ ښوونیز کال د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې پیل شو

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳۰ - ۱۷:۱۲
14

نن د هېواد په سړو سیمو او ولايتونو کې نوی ۱۴۰۴ ښوونیز کال د یولړ هغو شانداره مراسمو په ترڅ کې پیل شو، چې پکې د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبيب الله آغا، د یاد وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس الحاج مولوي شهاب الدین ثاقب، مسئولینو، مرکزي رئیسانو، د ریاست وزارءاداري مرستیال الحاج مولوي عبدالسلام حنفي، د افغانستان.ا.ا. د چارو ادارې لوی رئیس شیخ نورالحق انور، د آزموینو ملي ادارې لوی رئیس شیخ عبدالباقي حقاني، د کابینې یو شمېر غړو، د افغانستان.ا.ا. لوړ پوړو مېلمنو، د مدارسو او ښوونځیو یو شمېر استادانو، طلابو او زده کوونکو حضور درلود.

په پیل کې د پوهنې وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس راغلو مېلمنو ته د ښه راغلاست په ترڅ کې، د اسلام مبارک دین له نظره د علم او پوهې د اهمیت په تړاو خبرې وکړې، له طلابو او زده کوونکو یې وغوښتل چې د زده کړو ترلاسه کولو په لاره کې هلې ځلې وکړي ترڅو په راتلونکي کې د هېواد د هراړخیز پرمختګ لپاره د خدمت جوګه شي.

په ورته مهال د پوهنې وزارت سرپرست په خپلو خبرو کې، د هېواد په پرمختګ کې د دیني علومو ترڅنګ پر عصري علومو ټینګار وکړ او د اسلامي. ا.مارت په تړاو یې د غربي نړۍ ټول منفي تبلیغات بې بنسټه وبلل او زیاته یې کړه، چې د افغانستان.ا.ا. د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د هېواد په هراړخیز پرمختګ کې د دیني او عصري علوم نقش تر ټولو مهم او اساسي عنصر ګڼي.

دغه راز نوموړي څرګنده کړه، افغانستان د دیني او عصري علومو دواړو برخو ته جدي اړتیا لري، تر څو وتوانیږو په راتلونکي کې د نړیوالو سره سیال شو.

همدارنګه د افغانستان.ا.ا. د ریاست الوزارء اداري مرستیال الحاج مولوي عبدالسلام حنفي، مسئولینو او زده کوونکو ته د نوي ښوونیز کال مبارکي وویله، له مدرسینو او ښوونکو یې وغوښتل چې راتلونکي نسلونه په اسلامي او ملي روحیې سره وروزي.

په ورته وخت کې د چارو ادارې لوی رئیس شیخ نورالحق انور او د آزموینو ملي ادارې لوی رئیس شیخ عبدالباقي حقاني هر یو په جلا جلا توګه د ټولنې په پرمختګ او د هېواد بچیانو د سالمې روزنې په برخه کې د دیني او عصري زده کړو اهمیت ته په اشارې سره څرګنده کړه، چې د افغانستان.ا.ا. د پوهنې وزارت د ټولو هېوادوالو لپاره د متوازنو ښوونیزو خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دی او د هېواد د ښوونیز نظام د ودې او بډاینې په برخه کې یې پر خپلو هڅو ټینګار وکړ.

یاد مراسم د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې د معین الحاج مولوي سخاء الله سعید لخوا دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېدل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۲:۰
Background image

د پکتیکا ولایت له ښوونځیو سره څه د پاسه ۱.۱ مېلیون افغانۍ مرسته شوې

د ۱۴۰۴ ښوونیز کال په جریان کې، د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ اړوندو له ۳۰ بابه ښوونځیو سره د والدینو شوراګانو، سیمه‌ییزو سوداګرو، ځوانانو او نورو خیریه بنسټونو څخه ۱ مېلیون ۱۱۳ زره ۹۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۱:۵۸
Background image

د کابل ولایت ۴ بابه ښوونځیو بیارغونې او ترمیم پروژې بشپړې شوې

د کابل ولایت د چهاراسیاب او موسهي ولسوالیو د ۴ بابه ښوونځیو بیارغونې پروژې د پوهنې چارواکو په حضور کې بشپړې او بیاځلې پرانیستل شوې.
په یادو پروژو کې احاطوي‌دېوالونو جوړول، رنګول،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۱:۵۱
Background image

په پکتیکا ولایت کې د ښوونکو مسلکي پراختیا غړو لپاره روزنیز سیمینار جوړ شو

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د یوې همکارې ادارې په مالي ملاتړ د ۲۴ ولسوالیو د ښوونکو مسلکي پراختیا ۱۳۸ تنو علمي غړو لپاره ۹ ورځنی روزنیز سیمینار پیل کړ.
د سیمینار په پرانیستونکې وینا کې،. . .

BACK TO NEWS