د مرکز او ولایتونو له پوهنې څو لنډ خبرونه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۱ - ۱۲:۱۶
32

- کابل:
د کابل ولایت پوهنې ریاست کارکوونکو او مسئولینو لپاره (د راپور لیکلو او آنلاین راپور ورکولو) په نوم یو ورکشاپ پرانیستل شو، چې څلور ورځې به دوام وکړي.

- پکتیا:
د پکتیا ولایت د پوهنې او د اطلاعاتو -کلتور ریاستونو په همغږۍ، د ولسوالیو پوهنې آمرینو او د ښوونځیو مدیرانو لپاره یو ورځنی کلتوري سیمینار ترسره شو.

- خوست:
د خوست ولایت د ولسوالیو پوهنې آمرینو لپاره د "کاري او عملیاتي پلانونو چمتو کول" تر سرلیک لاندې دوه ورځنی سیمینار ترسره شو.

- میدان وردګ:
د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالۍ اوسېدونکو د ۱،۴ مېلیون افغانیو په لګښت ۲ جرېبه ځمکه پوهنې لپاره وقف کړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۹
Background image

د پوهنې وزیر په رسمي سفر هلمند ولایت ته ورسېد

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا او ورسره مل پلاوی هلمند ولایت ته لاړ او هلته یې د یاد ولایت له والي محترم الحاج مولوي امان‌الدین منصور سره وکتل.
د هلمند والي د پوهنې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۷
Background image

په غزني کې د یو شمېر ښوونکو او سرښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غزني ولایت د ګیرو، اندړو او زنخان ولسوالیو د ښوونځیو ۱۲۰ تنو مدیرانو، سرښوونکو او ښوونکو ته د «اغېزمنه ښوونه او زده‌کړه» تر سرلیک لاندې د درې ورځنیو روزنیزو برنامو دویم پړاو پیل شو.
پ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۳
Background image

په میدان وردګ کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د میدان وردګ ولایت مرکز بهسود ولسوالۍ اړوند بهرام ممرک لومړني ښوونځي لپاره د شاوخوا ۹۰۰ زره افغانیو په ارزښت د نوې ودانۍ جوړولو چارې د روان کال د وږي میاشتې په ۳۱مه نېټه پیل شوې.
د یادې. . .

BACK TO NEWS