د پوهنې وزارت کارکوونکو لپاره د برېښنایي انرژۍ سپمولو په اړه سیمینار پرانیستل شو

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۶ - ۸:۵۶
123

د پوهنې وزارت له لوري د اوبو او انرژۍ وزارت سره په همکارۍ، د یاد وزارت مرکزي کارکوونکو لپاره د غیر ضروري برېښنا لګښت په اړه د پوهاوي سیمینار جوړ شو، تر څو اړوند منسوبین د برېښنایي انرژۍ سمې کارونې او ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي.
په پیل کې د پوهنې وزارت د خدماتو رئیس استاد حبیب الله خالد ګډون والو ته د ښه راغلاست تر څنګ، د اوبو او انرژۍ وزارت په ځانګړې توګه د یاد وزارت د متخصصینو له همکارۍ ستاینه وکړه، چې په ترڅ کې به یې د پوهنې وزارت مسئولینو ته د برېښنا د غیر ضروري لګښت څخه د مخنیوي او سپمولو په تړاو معلومات ارایه شي.
نوموړي د خپلو خبرو پرمهال، په دفترونو او ادارو کې د برېښنا د بې ځایه لګښت او ضایع کېدو په تړاو ګډون والو ته هراخیزه وینا وکړه  او له هغوی یې وغوښتل چې د برېښنا له بې ځایه لګښت څخه د مخنیوي او سپما برخه کې له هغو مېتودونو او لارو چارو څخه اعظمي ګټه پورته کړي، کوم چې د اوبو او انرژۍ وزارت د روزونکو لخوا د یو ورځني سیمینار په جریان کې د علمي پریزنټیشنونو له لارې وړاندې کېږي.
ورپسې د همدغه سیمینار لومړی پرېزنټېشن د اوبو او انرژۍ وزارت د مثمریت څانګې متخصص انجنیر محمد فردین هاشمي لخوا، د برېښنايي انرژۍ مؤثریت په برخه کې وړاندې شو، او په پلان کې ده، چې دغه سیمینار به د اړوندو نورو موضوعاتو په برخه کې هم دوام ولري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۲:۰
Background image

د پکتیکا ولایت له ښوونځیو سره څه د پاسه ۱.۱ مېلیون افغانۍ مرسته شوې

د ۱۴۰۴ ښوونیز کال په جریان کې، د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ اړوندو له ۳۰ بابه ښوونځیو سره د والدینو شوراګانو، سیمه‌ییزو سوداګرو، ځوانانو او نورو خیریه بنسټونو څخه ۱ مېلیون ۱۱۳ زره ۹۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۱:۵۸
Background image

د کابل ولایت ۴ بابه ښوونځیو بیارغونې او ترمیم پروژې بشپړې شوې

د کابل ولایت د چهاراسیاب او موسهي ولسوالیو د ۴ بابه ښوونځیو بیارغونې پروژې د پوهنې چارواکو په حضور کې بشپړې او بیاځلې پرانیستل شوې.
په یادو پروژو کې احاطوي‌دېوالونو جوړول، رنګول،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۱:۵۱
Background image

په پکتیکا ولایت کې د ښوونکو مسلکي پراختیا غړو لپاره روزنیز سیمینار جوړ شو

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د یوې همکارې ادارې په مالي ملاتړ د ۲۴ ولسوالیو د ښوونکو مسلکي پراختیا ۱۳۸ تنو علمي غړو لپاره ۹ ورځنی روزنیز سیمینار پیل کړ.
د سیمینار په پرانیستونکې وینا کې،. . .

BACK TO NEWS