د ولایتونو له پوهنې کړنو لنډ خبرونه
تاوده ولایتونه:
د پوهنې وزارت د لایحې له مخې، د هېواد په تودو ولایتونو کې د ښوونځیو د څلور نیم میاشتنیو آزموینو لړۍ، د روان کال مرغومې میاشتې په پنځلسمه نېټه پیل شوه.
د یادو ولایتونو له پوهنې ریاستونو څخه په ترلاسه شویو راپورونو کې راغلي، چې د اړوندو ادارو رئیسانو، مسئولینو او د ښوونیزو ادارو د څارنې غړو په مرکز او ولسوالیو کې له همدغو آزموینو څخه لیدنه او څارنه وکړه.
*لغمان:
د لغمان ولایت قرغیو ولسوالۍ د پوهنې آمریت کارکوونکو ته د اداري او مدیریتي چارو په اړه روزنیز ورکشاپ جوړ شو.
*پکتیکا:
د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د اداري چارو د کارکوونکو لپاره څلور ورځنی سیمینار، د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معینیت د پلاوي په مشرۍ جوړ شو.
