د هیواد د تودو ولایتونو د درېیمو ټولګيو زده کوونکو د تعلیمي کچې ارزونې ورکشاپ پیل شو

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۰ - ۱۴:۴۰
sdfg

د پوهنې وزارت د معیاري آزموینو او پایلو ارزونې د څانګې متخصصینو، کارپوهانو او علمي غړو، د تودو ۱۰ ولایتونو (هلمند، فراه، نیمروز، فاریاب. جوزجان، سرپل، بغلان، ننګرهار، لغمان او کونړ) د درېیمو ټولګيو زده کوونکو د تعلیمي کچې ارزونې په موخه ورکشاپ د کابل په انټرکانټیننټال هوټل کې پیل کړ.

د پوهنې وزارت د معياري آزموينو او پايلو ارزونې رئيس مولوي شمس الرحمن حماس د پرانستې په مراسمو کې د دغه ورکشاپ د ارزښتونو د څرګندولو پر مهال، د يادې ادارې کارکوونکو ته د لازمو هدایاتو يادونه وکړه او د هغوى هڅې يې د ستاينې وړ وبللې.

د يادونې وړ ده، چې د همدغه ورکشاپ موخه د يادو ولايتونو د ښوونځیو ٣٦٠ تنو آمرینو/ مديرانو، ١٠٨٠ تنو ښوونکو او د درېیمو ټولګیو اړوند د ١٠٨٠٠ تنو زده کوونکو سره مرکې او د هغوی ارزیابي کول دي، کوم چې د یو همکار بنسټ له لوري تمویلېږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۰:۵۲
Background image

د هرات ولایت پوهنې ریاست لخوا، خدماتي کارکوونکو ته د خوراکي توکو کڅوړې ووېشل شوې

یو خیریه بنسټ د هرات ولایت د مرکز په شمول انجیل او گذره ولسوالیو د ښوونځیو شاوخوا ۹۴۰ تنو خدماتي کارکوونکو ته د خوراکي توکو مرستندویې کڅوړې ووېشلې، چې په یادو بستو کې اوړه، غوړي او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۲:۵۷
Background image

برگزاری مراسم اختتامیه مسابقات حسن قرائت قرآن کریم شاگردان مدارس و مکاتب شهر کابل

 مراسم پایانی مسابقات حسن قرائت قرآن عظیم الشان میان ۱۶ تن شاگردان برتر مدارس و مکاتب شهر کابل برگزار شد.
  در این مراسم با شکوه، محترم الحاج مولوی صبغت الله وصیل، معین مالی و اداری،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۲:۴۸
Background image

مطبوعاتي بلنليک 

د کابل ولایت پوهنې ریاست له لوري د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت، د پوهنې وزارت مسٸولینو، د کابل ولایت مقام استازو، دیني علماءکرامو، معززو مېلمنو او استادانو په حضور کې، د کابل ولايت د. . .

BACK TO NEWS