د پوهنې وزارت سرپرست د قرآن کریم د یو تن مخکښ حافظ په ستاینغونډه کې ګډون وکړ

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲ - ۱۱:۵۴
25

د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا کندهار ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، د یاد ولایت له پوهنې رئیس الحاج مولوي فخرالدین نقشبندي په ملتیا، د قرآن کریم د یو تن هغه مخکښ حافظ په ستاینغونډه کې ګډون وکړ، کوم چې د افغانستان د دیني مدارسو په کچه یې د قرآن کریم د حسن قرائت سیالیو کې لومړی مقام خپل کړی و.

نوموړی حافظ د پوهنې وزارت د سرپرست له لوري په نقدي ډالیو سره وویاړل شو.

قاري عبدالغني د عبدالظاهر زوی چې په اصل کې د غور ولايت اوسېدونکی دی او د کندهار ښار په نهمه ناحیه کې اوسېږي، د هېواد په کچه یې د حسن قرائت په سيالۍ کې لومړی مقام تر لاسه کړ.

په پام کې ده چې نوموړی حافظ د افغانستان په استازیتوب په قطر کې د ۵۳ هېوادونو ترمنځ د حسن قرائت په نړیوالو سیالیو کې هم ګډون وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۰:۵۲
Background image

د هرات ولایت پوهنې ریاست لخوا، خدماتي کارکوونکو ته د خوراکي توکو کڅوړې ووېشل شوې

یو خیریه بنسټ د هرات ولایت د مرکز په شمول انجیل او گذره ولسوالیو د ښوونځیو شاوخوا ۹۴۰ تنو خدماتي کارکوونکو ته د خوراکي توکو مرستندویې کڅوړې ووېشلې، چې په یادو بستو کې اوړه، غوړي او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۲:۵۷
Background image

برگزاری مراسم اختتامیه مسابقات حسن قرائت قرآن کریم شاگردان مدارس و مکاتب شهر کابل

 مراسم پایانی مسابقات حسن قرائت قرآن عظیم الشان میان ۱۶ تن شاگردان برتر مدارس و مکاتب شهر کابل برگزار شد.
  در این مراسم با شکوه، محترم الحاج مولوی صبغت الله وصیل، معین مالی و اداری،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۲:۴۸
Background image

مطبوعاتي بلنليک 

د کابل ولایت پوهنې ریاست له لوري د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت، د پوهنې وزارت مسٸولینو، د کابل ولایت مقام استازو، دیني علماءکرامو، معززو مېلمنو او استادانو په حضور کې، د کابل ولايت د. . .

BACK TO NEWS