په غزني ولایت کې د ۲۸۹ مېلیونه افغانیو په لګښت د ۴۲ بابه ښوونځیو بیارغونه روانه ده

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۹ - ۱۰:۱
wqerwty
په غزني ولایت کې د پوهنې د یوې همکارې ادارې په مرسته د ۲۷۵ مېلیونه افغانیو په ټولیز لګښت د ۴۲بابه ښوونځیو له ډلې یې د ۲۵ بابه ښوونځیو بیارغونې چارې روانې دي، چې څه باندې ۸۵ سلنه کارونه یې بشپړ شوې دي.
په یاد ولایت کې د ۱۷ بابه نورو ښوونځیو د بیارغونې ۹۰ سلنه چارې هم د پوهنې له بودیجې څخه د ۱۴ مېلیونه افغانیو په لګښت بشپړېدو ته نږدې او په راتلونکي کې به پرانیستل شي.
د يادونې وړ ده، چې د روان کال له پيل څخه تر اوسه پورې د غزني ولايت د پوهنې دوستو خلکو له ښوونیز نظام سره ٥٠ مېليونه افغانۍ مرسته کړې، چې د پلان له مخې د دغه ولايت د ښوونځيو د بيارغونې په موخه به ترې ګټه واخيستل شي.
د يو بل خبر له مخې، پوهنې مسئولين وايي، چې په دې موده کې د دغه لرغوني ولایت د خلکو له لوري ٨٠ جرېبه ځمکه د مدارسو او ښوونځيو جوړولو لپاره وقف شوې ده.
د پوهنې وزارت رهبري له پوهنیزنظام سره د خلکو په ځانګړې توګه د غزني ولایت د خلکو له مرستو او ملاتړ څخه مننه کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۹
Background image

د پوهنې وزیر په رسمي سفر هلمند ولایت ته ورسېد

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا او ورسره مل پلاوی هلمند ولایت ته لاړ او هلته یې د یاد ولایت له والي محترم الحاج مولوي امان‌الدین منصور سره وکتل.
د هلمند والي د پوهنې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۷
Background image

په غزني کې د یو شمېر ښوونکو او سرښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غزني ولایت د ګیرو، اندړو او زنخان ولسوالیو د ښوونځیو ۱۲۰ تنو مدیرانو، سرښوونکو او ښوونکو ته د «اغېزمنه ښوونه او زده‌کړه» تر سرلیک لاندې د درې ورځنیو روزنیزو برنامو دویم پړاو پیل شو.
پ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۳
Background image

په میدان وردګ کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د میدان وردګ ولایت مرکز بهسود ولسوالۍ اړوند بهرام ممرک لومړني ښوونځي لپاره د شاوخوا ۹۰۰ زره افغانیو په ارزښت د نوې ودانۍ جوړولو چارې د روان کال د وږي میاشتې په ۳۱مه نېټه پیل شوې.
د یادې. . .

BACK TO NEWS