د کابل ښار د یو شمېر ښوونځیو د زده کوونکو ترمنځ د ا.مارت پېژندنې رقابتي آزموینه واخیستل شوه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۴:۴۷
نخهع

د کابل ښار د رسمي او خصوصي ښوونځیو د شاوخوا ۳۰۰۰ تنو زده کوونکو ترمنځ د ا.مارت پېژندنې کتاب رقابتي آزموینه، د پوهنې رئیس قاري عبدالباسط حقاني، یو شمېر ښوونیزو ناحیو آمرینو، علماءکرامو او ښوونکو په حضور کې ترسره شوه. هغه پرتمینه غونډه چې د دغو سياليو د پيل په مناسبت جوړه شوې وه، د کابل ښار آتمې ناحيې آمر مولوي برهان الله فضلي مېلمنو او ګډون والو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د یادو سياليو د څرنګوالي او اهمیت په تړاو هر اړخيز معلومات وړاندې کړل. له بلې خوا د کابل ښار پوهنې رئيس هم د زده کوونکو او ځوانانو د علمي معلوماتو غني کولو په برخه کې د يادو سياليو د ګټو په باب خبرې وکړې او ويې ويل: لله الحمد چې د پوهنې وزارت د رهبرۍ په هڅو د ښوونې او روزنې په برخه کې د درسونو کیفیت لوړ شوی او له شک پرته د دا ډول پروګرامونو په لاره اچول کولای شي، د ځوانانو ترمنځ علمي لېوالتیا لوړه او د مطالعې فرهنګ ته وده ورکړي. په پام کې ده، هغه زده کوونکي چې په دغو سیالیو کې معیاري نمرې تر لاسه کړي، د پوهنې مسئولینو له خوا په ستاینلیکونو او جایزو وویاړل شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۰:۵۲
Background image

د هرات ولایت پوهنې ریاست لخوا، خدماتي کارکوونکو ته د خوراکي توکو کڅوړې ووېشل شوې

یو خیریه بنسټ د هرات ولایت د مرکز په شمول انجیل او گذره ولسوالیو د ښوونځیو شاوخوا ۹۴۰ تنو خدماتي کارکوونکو ته د خوراکي توکو مرستندویې کڅوړې ووېشلې، چې په یادو بستو کې اوړه، غوړي او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۲:۵۷
Background image

برگزاری مراسم اختتامیه مسابقات حسن قرائت قرآن کریم شاگردان مدارس و مکاتب شهر کابل

 مراسم پایانی مسابقات حسن قرائت قرآن عظیم الشان میان ۱۶ تن شاگردان برتر مدارس و مکاتب شهر کابل برگزار شد.
  در این مراسم با شکوه، محترم الحاج مولوی صبغت الله وصیل، معین مالی و اداری،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۲:۴۸
Background image

مطبوعاتي بلنليک 

د کابل ولایت پوهنې ریاست له لوري د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت، د پوهنې وزارت مسٸولینو، د کابل ولایت مقام استازو، دیني علماءکرامو، معززو مېلمنو او استادانو په حضور کې، د کابل ولايت د. . .

BACK TO NEWS