لوګر ولایت کې د ۱۲مېلیونه ۳۰۰زره افغانیو په لګښت، د درې بابه ښوونځیو پروژې پرانیستل شوې

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۱۲:۳۹
نتا
پوهنې وزارت له لوري، د یو مرستندویه بنسټ په مالي ملاتړ، د لوګر ولایت محمدآغې ولسوالۍ اړوند، د بي بي آمنې، سنګ سوراخ او حاجیانو ښوونځیو رغنیزې پروژې بشپړې او د یاد ولایت پوهنې مسئولینو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
په دغو پروژو کې د ښوونځیو د ودانیو ترمیم، لمریزې برېښناسیسټمونه، د څښاک پاکو اوبو شبکې او یو شمېر نور اړین ملحقات شامل دي.
د یادو پروژو ټولیز لګښت ۱۲ مېلیونه ۳۰۰زره افغانۍ اټکل شوی، چې د پوهنې د یوې همکارې ادارې لخوا ورکړل شوی دی.
د لوګر پوهنې مسئولینو، د همدغو پروژو د پرانيستې په مراسمو کې خلکو ته ډاډ ورکړ، چې د پوهنې وزارت ژمن دى، تر څو د هېواد بچیانو لپاره متوازن ښوونيز او روزنیز چوپړونه وړاندې کړي.
په غونډه کې ځایي خلکو د خپلو اولادونو ښوونې او روزنې ته د پوهنې وزارت د مشرتابه له پاملرنې مننه وکړه.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم په دغه ولایت کې د دریو نورو ښوونځیو ورته رغنیزې پروژې ګتې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۷
Background image

په ښوونیزو مراکزو کې د نویو زده کوونکو د جذب او نوم لیکنې په اړه د پوهنې وزارت اعلامیه

بسم‌اﷲ الرحمن الرحیم
اَلحَمدُلِلّهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ وَالصَّلَوةُ وَالسَّلامُ عَلَی سَیِّدِالمُرسَلِینَ وَ عَلَی آلِهِ وَأَصحَابِهِ أَجْمَعِیْنَ
درنو هېوادوالو راځئ! چې نوی ښوونیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۳
Background image

په بادغیس ولایت کې له م/جاهدینو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د بادغیس ولایت پوهنې ریاست د هېواد د اولادونو لپاره د تعلیمي اسانتیاوو برابرولو په موخه، له هغو ۲۱۰ تنو م/جاهدینو څخه چې له زده کړو څخه پاتې شوي وو، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۱
Background image

د سرپل ولایت عام ولس لخوا پوهنې سره له ۱۹ میلیونه افغانیو څخه زیاته مرسته شوې

د سرپل ولایت پوهنې ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي؛ د ۱۴۰۴ لمریز کال په جریان کې د یاد ولایت خلکو، د سیمې مشرانو او تعلیمي شوراګانو په ټولیز ډول ۱۹ میلیونه ۱۶۴ زره ۸۵۱ افغانۍ د پوهنې له. . .

BACK TO NEWS