لوګر ولایت کې د ۱۲مېلیونه ۳۰۰زره افغانیو په لګښت، د درې بابه ښوونځیو پروژې پرانیستل شوې

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۴:۱۰
aert

پوهنې وزارت له لوري، د یو مرستندویه بنسټ په مالي ملاتړ، د لوګر ولایت محمدآغې ولسوالۍ اړوند، د بي بي آمنې، سنګ سوراخ او حاجیانو ښوونځیو رغنیزې پروژې بشپړې او د یاد ولایت پوهنې مسئولینو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. په دغو پروژو کې د ښوونځیو د ودانیو ترمیم، لمریزې برېښناسیسټمونه، د څښاک پاکو اوبو شبکې او یو شمېر نور اړین ملحقات شامل دي. د یادو پروژو ټولیز لګښت ۱۲ مېلیونه ۳۰۰زره افغانۍ اټکل شوی، چې د پوهنې د یوې همکارې ادارې لخوا ورکړل شوی دی. د لوګر پوهنې مسئولینو، د همدغو پروژو د پرانيستې په مراسمو کې خلکو ته ډاډ ورکړ، چې د پوهنې وزارت ژمن دى، تر څو د هېواد بچیانو لپاره متوازن ښوونيز او روزنیز چوپړونه وړاندې کړي. په غونډه کې ځایي خلکو د خپلو اولادونو ښوونې او روزنې ته د پوهنې وزارت د مشرتابه له پاملرنې مننه وکړه. د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم په دغه ولایت کې د دریو نورو ښوونځیو ورته رغنیزې پروژې ګتې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۰:۵۲
Background image

د هرات ولایت پوهنې ریاست لخوا، خدماتي کارکوونکو ته د خوراکي توکو کڅوړې ووېشل شوې

یو خیریه بنسټ د هرات ولایت د مرکز په شمول انجیل او گذره ولسوالیو د ښوونځیو شاوخوا ۹۴۰ تنو خدماتي کارکوونکو ته د خوراکي توکو مرستندویې کڅوړې ووېشلې، چې په یادو بستو کې اوړه، غوړي او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۲:۵۷
Background image

برگزاری مراسم اختتامیه مسابقات حسن قرائت قرآن کریم شاگردان مدارس و مکاتب شهر کابل

 مراسم پایانی مسابقات حسن قرائت قرآن عظیم الشان میان ۱۶ تن شاگردان برتر مدارس و مکاتب شهر کابل برگزار شد.
  در این مراسم با شکوه، محترم الحاج مولوی صبغت الله وصیل، معین مالی و اداری،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۲:۴۸
Background image

مطبوعاتي بلنليک 

د کابل ولایت پوهنې ریاست له لوري د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت، د پوهنې وزارت مسٸولینو، د کابل ولایت مقام استازو، دیني علماءکرامو، معززو مېلمنو او استادانو په حضور کې، د کابل ولايت د. . .

BACK TO NEWS