په جوزجان ولایت کې د ۳.۱ مېلیون افغانیو په لګښت د یو ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۰:۴۳
اتنلغ

د جوزجان ولایت په شبرغان ښار کې د جنرال عبدالحکیم عالي لېسې د بیارغونې چارې، چې ۶ درسي ټولګي او دوه درسي خونې لري، د ۳ مېلیونه او ۱۵۰ زره افغانیو په لګښت د محمد قیس ارغندیوال خیریه بنسټ په مالي مرسته جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. په هغه غونډه کې چې په همدې موخه جوړه شوې وه، د یاد ولایت پوهنې رئیس مولوي سید حفیظ الله معتصم بالله د ارغندیوال خیریه بنسټ او د سیمې له خلکو څخه د مننې په ترڅ کې زیاته کړه، د دغه ښوونځي زده کوونکي د درسي ټولکیو د کمښت له ستونزو سره مخ وو، چې د دې ودانۍ په جوړېدو سره یې ستونزې هوارې شوې. يو شمېر زده کوونکو او استادانو هم د يادې لېسې له نوې ودانۍ څخه خوښي څرګنده او په هېواد کې يې د پوهنې د وضعيت لاښه والي په موخه د پوهنې وزارت د رهبرۍ له هڅو قدرداني وکړه. د پوهنې وزارت مشرتابه د هېواد د علم پروره خلکو له مادي او معنوي ملاتړ څخه مننه کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱۵
Background image

د کابل ولایت ۳۵۰ ښوونکو ته علمي، ښوونیزه او اصلاحي برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تنفیذ مرکزي هیئت، د دعوت او ارشاد ریاست له لوري او د کابل ولايت پوهنې رياست په همکارۍ د ياد ولايت د موسهي، بګرامیو، خاکجبار، سروبي،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱۰
Background image

په پکتیکا کې یوې مدرسې ته يو محراب جومات جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د پکتیکا ولایت زرغون‌شهر ولسوالۍ اړوند سروریه مدرسې لپاره يو محراب جومات د سیمې د خلکو په ۵۰۰ زره افغانیو مالي مرسته جوړ او د دغه ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۷
Background image

په لوګر کې له ښوونکو سره د درسي توکو مرسته وشوه

د لوګر ولایت د مرکز او ولسوالیو په ښوونځیو کې له ۲۷۴۶ تنو ښوونکو سره د ۷۴ کڅوړو درسي توکو مرسته شوې، چې ټولیز ارزښت یې ۷ زره او ۶۵۹ امریکايي ډالره دی.
یاد درسي توکي د يوې همکارې ادارې. . .

BACK TO NEWS