د هېواد په سړو سیمو کې د ۱۴۴۶/۱۴۰۳ کال د کلنۍ آزموینې په تړاو د پوهنې وزارت خبرتیا!

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۰ - ۱۰:۲۹
gfffffffhgf

۱۴۴۶/۱۴۰۳ ښوونیز کال د هېواد په سړو سیمو کې د پای ته رسېدو په درشل کې دی؛ د دې لپاره چې کلنۍ آزموینې په ښه ترتیب ترسره شي، اړینه بولو، ترڅو د اساسي او ثانوي د آزموینې د لایحې د پوره رعایت لپاره لاندې مواردو ته په جدي توګه پاملرنه وشي:

• له لومړي تر درېیم ټولګي پورې کلنۍ آزموینه د ۱۴۰۳ کال د لړم میاشتې له ۲۶مې نېټې څخه چې د ۱۴۴۶ کال د جمادي الاولې ۱۴ مې نېټې سره سمون خوري پيل او د لړم میاشتې په ۳۰ مه چې د جمادي الاولې ۱۸مې نېټې سره سمون خوري، پای ته رسېږي.

• له څلورم تر دولسم ټولګي پورې کلنۍ آزموینه د ۱۴۰۳ کال دلیندۍ میاشتې له (۱) نېټې څخه چې د ۱۴۴۶ کال د جمادي الاولې له ۱۹ مې نېټې سره سمون خوري پیل او لیندۍ میاشتې په ۱۵مه چې د جمادي الثاني ۳ مې نېټې خوري پای ته رسېږي.

• په آزموینه کې د ګډون لپاره د لومړي ټولګي د زده کوونکو د حاضرۍ ضوابط ۵۰ سلنه، له دویم نه تر شپږم تولګي پورې ۷۰ سلنه او له اووم نه تر دولسم ټولګي پورې ۷۵ سلنه اړینه ده.

• د زده کوونکو لپاره د معقول عذر او قانوني تصدیق په لرلو سره د حاضرۍ ضوابط له لومړي تر شپږم ټولګي پورې ۵۰ سلنه او له اووم څخه تر دولسم تولګي پورې ۵۵ سلنه اړین بلل کېږي.

• د زده کوونکو ګډون د تعین شوې سلنې پر اساس په آزموینه کې اصلي معیار ګڼل کېږي، په دې توګه لارښوونه کېږي، تر څو ټاکل شوې سلنې په جدي توګه رعایت شي او په دې برخه کې د عرایضو او وړاندیزونو له وړاندې کولو څخه دې ډډه وشي.

• د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا علمي غړي دې د آزموینې له پروسې بشپړه څارنه وکړي او خپل توحیدي راپور دې د اړونده ولایتي ریاستونو له لارې ښوونې او روزنې معینیت سره د آزموینې د پای ته رسېدو څخه وروسته د لسو ورځو په ترڅ کې شریک کړي.

• د ښوونځيو آمرین او مدیران دې زده کوونکو ته لازم امکانات او مناسب چاپېریال رامنځته کړي، ترڅو زده کوونکي په پوره ډاډ سره په آزموینه کې ګډون وکړي.

• په آزموینه کې دې د اصولو او مقرراتو په پام کې نیولو سره روڼتیا او عدالت پلی کړای شي.

په دې توګه د پوهنې ولایتي محترمو رئیسانو ته لارښوونه کېږي، تر څو د آزموینې په بهیر کې د اړوندو اصولو، لوایحو او پورتنیو لارښوونو سره سم لازم اجراآت ترسره کړي.

والسلام

الحاج مولوي حبیب الله آغا

د پوهنې وزارت سرپرست

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱۵
Background image

د کابل ولایت ۳۵۰ ښوونکو ته علمي، ښوونیزه او اصلاحي برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تنفیذ مرکزي هیئت، د دعوت او ارشاد ریاست له لوري او د کابل ولايت پوهنې رياست په همکارۍ د ياد ولايت د موسهي، بګرامیو، خاکجبار، سروبي،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱۰
Background image

په پکتیکا کې یوې مدرسې ته يو محراب جومات جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د پکتیکا ولایت زرغون‌شهر ولسوالۍ اړوند سروریه مدرسې لپاره يو محراب جومات د سیمې د خلکو په ۵۰۰ زره افغانیو مالي مرسته جوړ او د دغه ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۷
Background image

په لوګر کې له ښوونکو سره د درسي توکو مرسته وشوه

د لوګر ولایت د مرکز او ولسوالیو په ښوونځیو کې له ۲۷۴۶ تنو ښوونکو سره د ۷۴ کڅوړو درسي توکو مرسته شوې، چې ټولیز ارزښت یې ۷ زره او ۶۵۹ امریکايي ډالره دی.
یاد درسي توکي د يوې همکارې ادارې. . .

BACK TO NEWS