د ۱۷۰ تنه ښځینه ښوونکو څخه د ګمارنې ازموینه واخیستل شوه

media-moe
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱/۱۳ - ۲۰:۴۲
د ۱۷۰ تنه ښځینه ښوونکو څخه د ګمارنې ازموینه واخیستل شوه

د پوهنې ریاست انګړ کې نن له هغه ۱۷۰ ښځینه ښوونکو ازموینه واخیستل شوه چې په ښوونځیو کې به د قرار دادي ښوونکو په صفت دندې ته مخ ته یوسي.
د زابل د پوهنې رئیس محترم نصرالله زاهد وايي چې دوی د ټولو ښوونځیو د تدریسي کفیت د ښه کولو لپاره غواړي چې سږ کال دې برخې ته پوره پاملرنه وکړي.
زاهد وویل نن د ۱۷۰ خویندو څخه د ښوونکو ازموینه اخیستل کیږي چې له جملې څخه به يې ۱۵۱ تنې په دنده وګمارل شي چې ۱۳۶ يې انکشافي او ۱۵ تنه يې د یونیسف له لوري د ګېټ په نوم ځانګړي پروګرام له لارې ګمارل کیږي.
د پوهنې رئیس وویل هدف مو دادی چې پر ښځینه ښوونځیو سربیره د نارینه وو ښوونځیو کې لومړي دوهم او دریم ټولګیو لپاره ښځینه ښوونکي وګمارو ترڅو د ماشومانو سره مرسته وکړي چې درس لوستلو ته زړه ښه کړي.
هغه وویل هره ښوونکې به د خپلې وړتیا له لارې بریالۍ کیږي ازموینه په شفاف ډول ترسره شوې او د هیڅ لاس وهنې اجازه به چاته ورنکړي حق به حقدار ته ورسیږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۱۷
Background image

د غزني ولایت په یوه ښوونځي کې نوي ټولګي جوړ او ترمیم شول

د غزني ولایت ګیلان ولسوالۍ اړوند رسني لېسې د ۱۶ درسي ټولګیو د ترمیم، شپږو نویو درسي ټولګیو جوړولو او څلور جریبه ځمکې پېرلو چارې د ځایي اوسېدونکو په مالي همکارۍ د ۱.۴ میلیون افغانیو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۱:۵۰
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره د څو خبرونو لنډیز

خوست
د خوست ولایت په مرکز کې د نصرت‌مېنې لېسه د ځایي اوسېدونکو په ۵۵ زره افغانیو مالي ملاتړ ترمیم او تجهیز شوه.

ننګرهار
 د ننګرهار ولایت کوټ ولسوالۍ اړوند شهید نورمحمد خان لومړني. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ولایت کې د دوو ښوونځیو له ازمېښتنونو څخه حمایوي څارنه وشوه

د پوهنې وزارت د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مرکز ریاست یوه پلاوي د ازمېښتنونو وضعیت ارزونې او له شته امکاناتو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې په موخه، د کابل ولایت بګرامۍ ولسوالۍ اړوند بګرامي. . .

BACK TO NEWS