د پوهنې وزارت د استخدام رئیس د بغلان ولایت له یو شمېر ښوونیزو بنسټونو لیدنه وکړه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۵ - ۱۱:۱۲
dfgd

د پوهنې وزارت د استخدام رئیس مولوي محمد صادق «صدیقي» چې د مختلطو ښوونځیو د ښوونیز وضعیت د تحلیل په موخه بغلان ولایت ته تللی، نن د مرکزي بغلان ولسوالۍ د پوهنې آمر او کارکوونکو سره غونډه وکړه.

نوموړي په دې کتنه کې سیمه ییزه مسئولینو ته د پوهنې وزارت د پراختیایي پلانونو د تشرېح په ترڅ کې، د وزارت د رهبرۍ له لوري د ښوونیزو پلانونو د تطبیق په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

ورپسې ورغلي پلاوي د مرکزي بغلان د دلقیان، دولت زي، شهید ناز کمیر او سر اراضي عالي لېسو له تدریسي او اداري چارو څخه لیدنه وکړه او د یادو ادارو د ښوونیز وضعیت د ارزونې په ترڅ کې یې په خپلو خبرو کې د همدغو تعلیمي مرکزونو چارواکي خپلو اساسي مسئولیتونو ته متوجې کړل.

همدارنګه نوموړي د سیمه ییزو مسئولینو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او د حل په برخه کې یې د همکارۍ ژمنه وکړه.

له بلې خوا د يادو ښوونځيو مسئولينو د پوهنې وزارت پلاوي ته د هرکلي ترڅنګ، ډاډ څرګند کړ چې د یاد وزارت د رهبرۍ په رڼا کې به خپلې دندې ترسره کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۷
Background image

په ښوونیزو مراکزو کې د نویو زده کوونکو د جذب او نوم لیکنې په اړه د پوهنې وزارت اعلامیه

بسم‌اﷲ الرحمن الرحیم
اَلحَمدُلِلّهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ وَالصَّلَوةُ وَالسَّلامُ عَلَی سَیِّدِالمُرسَلِینَ وَ عَلَی آلِهِ وَأَصحَابِهِ أَجْمَعِیْنَ
درنو هېوادوالو راځئ! چې نوی ښوونیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۳
Background image

په بادغیس ولایت کې له م/جاهدینو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د بادغیس ولایت پوهنې ریاست د هېواد د اولادونو لپاره د تعلیمي اسانتیاوو برابرولو په موخه، له هغو ۲۱۰ تنو م/جاهدینو څخه چې له زده کړو څخه پاتې شوي وو، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۱
Background image

د سرپل ولایت عام ولس لخوا پوهنې سره له ۱۹ میلیونه افغانیو څخه زیاته مرسته شوې

د سرپل ولایت پوهنې ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي؛ د ۱۴۰۴ لمریز کال په جریان کې د یاد ولایت خلکو، د سیمې مشرانو او تعلیمي شوراګانو په ټولیز ډول ۱۹ میلیونه ۱۶۴ زره ۸۵۱ افغانۍ د پوهنې له. . .

BACK TO NEWS