د پوهنې وزارت د استخدام رئیس له بغلان څخه لیدنه وکړه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۲ - ۱۰:۱۱
ضصقثقث

د پوهنې وزارت د استخدام رئیس مولوي محمد صادق صدیقي بغلان ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې، د دغه ولایت د مختلطو ښوونځيو وضعیت وارزاوه. په پیل کې نوموړي په هغه غونډه کې ګډون وکړ چې پکې د بغلان پوهنې رئیس او مسئولینو حضور درلود. همدارنګه د پوهنې وزارت د استخدام رئیس د یاد ولایت د پوهنې رئیس او یو شمېر نورو مسئولینو په ملتیا، د پلخمري ښار له حضرت عمر فاروق( رضی الله عنه)، نمبر ۲، خاتم الانبیاء او میهن ښوونځيو څخه لیدنه وکړه او د ښوونیز وضعیت ارزونې ترڅنګ یې مسئولین خپلو بنسټیزو موخو ته متوجې کړل. دغه راز نوموړي د سیمه ییزو چارواکو ستونزې او وړاندیزونه هم واورېدل او په حل کې یې د همکارۍ ژمنه وکړه. له بلې خوا مسئولينو خپلو ښوونځيو ته د ورغلي پلاوي له ورتګ څخه د هرکلى ترڅنګ ډاډ ورکړ، چې د پوهنې وزارت د مشرتابه د لارښوونو په رڼا کې به خپلې دندې ترسره کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۷
Background image

په ښوونیزو مراکزو کې د نویو زده کوونکو د جذب او نوم لیکنې په اړه د پوهنې وزارت اعلامیه

بسم‌اﷲ الرحمن الرحیم
اَلحَمدُلِلّهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ وَالصَّلَوةُ وَالسَّلامُ عَلَی سَیِّدِالمُرسَلِینَ وَ عَلَی آلِهِ وَأَصحَابِهِ أَجْمَعِیْنَ
درنو هېوادوالو راځئ! چې نوی ښوونیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۳
Background image

په بادغیس ولایت کې له م/جاهدینو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د بادغیس ولایت پوهنې ریاست د هېواد د اولادونو لپاره د تعلیمي اسانتیاوو برابرولو په موخه، له هغو ۲۱۰ تنو م/جاهدینو څخه چې له زده کړو څخه پاتې شوي وو، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۱
Background image

د سرپل ولایت عام ولس لخوا پوهنې سره له ۱۹ میلیونه افغانیو څخه زیاته مرسته شوې

د سرپل ولایت پوهنې ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي؛ د ۱۴۰۴ لمریز کال په جریان کې د یاد ولایت خلکو، د سیمې مشرانو او تعلیمي شوراګانو په ټولیز ډول ۱۹ میلیونه ۱۶۴ زره ۸۵۱ افغانۍ د پوهنې له. . .

BACK TO NEWS