د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معین د بلخ ولایت له پوهنې رئیس سره وکتل
د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معین الحاج مولوي کرامت الله آخندزاده چې د بلخ ولایت د ښوونیزو چارو ارزونې په موخه یاد ولایت ته تللی؛ نن یې د دغه ولایت له پوهنې رئیس مفتي محمد شریف عثماني سره د نوموړي په کاري دفتر کې تفصیلي خبرې وکړې. دواړو لوریو د یاد ولایت د پوهنې ریاست له پرمختګونو او د زده کړو پر وړاندې د شته ننګونو ترڅنګ، د دیني مدارسو د ستونزو په تړاو نظرونه تبادله کړل. په دې کتنه کې د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معین یاد ولايت ته د خپل سفر اساسي موخې، د مدارسو او ښوونځيو د ښوونیزو او روزنيزو ستونزو ارزول، د عمومي او کليوالي مدارسو د درسي نصاب ژر تر ژره وېش، د مدارسو د طلابو د اعاشو په تړاو د ستونزو حل او د مدرسینو د مسلکي پراختیا غړو لپاره د وړتیا لوړونې سیمینارونو برابرول وبلل. په پاى کې د بلخ پوهنې رئيس د اړوند ریاست يو لړ وړانديزونه او ستونزې پلاوي ته وړاندې کړې، چې په حل کې یې د همکارۍ ژمنه وشوه.
