د ننګرهار د شپږو لېسو تر منځ د کرکټ سیالي تر سره شوه
دکرکټ په دې سیالیو کې د ننګرهار پوهنې ریاست اړوند د ننګرهار عالي لیسې، چکنورویو لیسې، فقرالله لیسې، شهید اشرف لیسې، سید سرور قادري لیسې او شیریندل لیسې ټیمونه برخه لری.
ددې سیالیو د پېل په مراسمو، چې په جلال اباد کې د هستي ګل عابد په کرکټ اکاډمۍ کې جوړ شوي و د ننګرهار پوهنې ریس حسیب الله شینواري په خپلو خبرو کې. وویل''سپورت د بدن پر سالمتیا سربیره دیو هیواد د غرور او سرلوړۍ نښه هم ده''. د پوهنې ریس د کرکټ له لوبغاړو وغوښتل چې له دې فرصت نه ګټه واخلي او ځوانان ورزش ته وهڅوي او پخپله هم د کرکټ د نورو وتلو لوبغاړو په څير وځلیږي.
دپوهنې ریس همدارنګه له هغه ادارو مننه وکړه چې دکرکټ دې سیالیو ته یې زمینه برابره کړې وه.
د یادونې وړ ده، چې د سیالي ګټونکی ټیم به په پلازمینه کابل کې د نورو ولایتونو له ګټونکوټیمونو سره سیالي کوي.
همدارنګه دغو لوبغاړو ته دکرکټ وسایل او همدارنګه شل تنو ښوونکو ته د کوچنګ زو ورځنې روزنه د افغانستان د کرکټ بورډ د نولس کلنو ځوانانو روزونکي ریس احمدزی له لورې ورکړل شوه.
