په بدخشان ولایت کې یو باب دیني مدرسه پرانیستل شوه

media-moe
شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۱۲:۵۳
hgf
د بدخشان ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي نصرت الله فیضاني د یاد ولایت شغنان ولسوالۍ اړوند امام حسین «رضی الله عنه» دیني مدرسه، د پوهنې او سیمه ییزو ادارو د مسئولینو، استاذانو او علماوو سره په ګډه ګټې اخیستنې ته وسپارله.
د نوموړي په وينا، دغه مدرسه د پوهنې وزارت په بودیجه رغول شوې، چې د نورو اړتياوو ترڅنګ تدريسي او اداري آسانتياوې هم لري او اوسمهال پکې شاوخوا ٢٠٠ تنه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.
د مدرسې مسئولینو او زده کوونکو د پوهنې وزارت د مشرتابه له پاملرنې خوښي څرګنده کړه.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۷
Background image

په ښوونیزو مراکزو کې د نویو زده کوونکو د جذب او نوم لیکنې په اړه د پوهنې وزارت اعلامیه

بسم‌اﷲ الرحمن الرحیم
اَلحَمدُلِلّهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ وَالصَّلَوةُ وَالسَّلامُ عَلَی سَیِّدِالمُرسَلِینَ وَ عَلَی آلِهِ وَأَصحَابِهِ أَجْمَعِیْنَ
درنو هېوادوالو راځئ! چې نوی ښوونیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۳
Background image

په بادغیس ولایت کې له م/جاهدینو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د بادغیس ولایت پوهنې ریاست د هېواد د اولادونو لپاره د تعلیمي اسانتیاوو برابرولو په موخه، له هغو ۲۱۰ تنو م/جاهدینو څخه چې له زده کړو څخه پاتې شوي وو، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۱
Background image

د سرپل ولایت عام ولس لخوا پوهنې سره له ۱۹ میلیونه افغانیو څخه زیاته مرسته شوې

د سرپل ولایت پوهنې ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي؛ د ۱۴۰۴ لمریز کال په جریان کې د یاد ولایت خلکو، د سیمې مشرانو او تعلیمي شوراګانو په ټولیز ډول ۱۹ میلیونه ۱۶۴ زره ۸۵۱ افغانۍ د پوهنې له. . .

BACK TO NEWS