د هېواد د یو شمېر ولایتونو له پوهنې رئیسانو سره د "برید" سیسټم آنلاین لارښود غونډه جوړه شوه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۱ - ۱۵:۳۳
dfdgf
نن د پوهنې وزارت دولایتي چارو د سمون لوی ریاست له لوري د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست سره په همکارۍ، د هېواد د نیمروز، زابل، غور،دایکنډي، بامیان، پکتیا، خوست، نورستان، کونړ، پنجشېر او لغمان ولایتونو له پوهنې رئیسانو سره د سندونو برېښنایي کولو رسمي سیسټم (برید) آنلاین لارښود غونډه جوړه شوه.
په پیل کې د پوهنې وزارت د ولایتي چارو د سمون لوی رئیس الحاج مولوي پاینده محمد «تعلیم» د یاد سیسټم ګټو ته په اشارې سره وویل: «برید» سیسټم له مرکز څخه ولایتونو او برعکس له ولایتونو مرکز ته د ټولو اسنادو، مکتوبونو او د پوهنې ریاستونو د کاري راپورونو د خوندي کولو، پر وخت استولو، روڼتیا تامینولو او د یاد وزارت د مراجعینو په کارونو کې د چټکتیا په موخه جوړ شوی دی.
ورپسې د پوهنې وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست تخنیکي کارکوونکو له خوا د ولایتونو پوهنې ریاستونو مسئولینو ته د یاد سیسټم د تخنیکي برخو په تړاو معلومات وړاندې شول.
په ورته مهال د پوهنې ولایتي مسئولینو هم د «برید» سیسټم د کار د څرنګوالي په اړه پوښتنې وکړې، چې د کارپوهانو له خوا ورته مفصل ځوابونه ورکړل شول.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱۵
Background image

د کابل ولایت ۳۵۰ ښوونکو ته علمي، ښوونیزه او اصلاحي برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تنفیذ مرکزي هیئت، د دعوت او ارشاد ریاست له لوري او د کابل ولايت پوهنې رياست په همکارۍ د ياد ولايت د موسهي، بګرامیو، خاکجبار، سروبي،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱۰
Background image

په پکتیکا کې یوې مدرسې ته يو محراب جومات جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د پکتیکا ولایت زرغون‌شهر ولسوالۍ اړوند سروریه مدرسې لپاره يو محراب جومات د سیمې د خلکو په ۵۰۰ زره افغانیو مالي مرسته جوړ او د دغه ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۷
Background image

په لوګر کې له ښوونکو سره د درسي توکو مرسته وشوه

د لوګر ولایت د مرکز او ولسوالیو په ښوونځیو کې له ۲۷۴۶ تنو ښوونکو سره د ۷۴ کڅوړو درسي توکو مرسته شوې، چې ټولیز ارزښت یې ۷ زره او ۶۵۹ امریکايي ډالره دی.
یاد درسي توکي د يوې همکارې ادارې. . .

BACK TO NEWS