له پوهنې سره د تګاب ولسوالۍ اوسېدونکو مرسته وکړه
د کاپيسا ولايت پوهنې رئيس مولوي فريد ح/قاني د هېواد له پوهنیز نظام سره د خلکو د ملاتړ په اړه وويل: په دې وروستيو کې د یاد ولايت تګاب ولسوالۍ خلکو د دغې ولسوالۍ د شهید قدرت الله لېسې د څوکیو- مېزونو او ودانۍ ترمیم او بیارغولو په موخه، ٦٦١ زره ٥٠٠ افغانۍ مرسته کړې ده.
د پوهنې وزارت رهبري له دغو مرستو مننه کوي.
