د ولایتونو د پوهنې ریاستونو کارکوونکو ته د وړتیا لوړونې سیمینار پیل شو

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۲ - ۱۵:۳۰
dfjhkgm
په هغه غونډه کې چې د پوهنې وزارت د مرکزي او ولایتي ریاستونو د مسلکي غړو د کړنو لاښه والي په موخه د وړتیا لوړونې سیمینار د پیل په مناسبت جوړه شوې وه، د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې معین الحاج مولوي صبغت الله وصیل، د یاد وزرات د ادارې عمومي ریاست مرکزي رئیسانو او روزونکو ګډون درلود.
په پيل کې د پوهنې وزارت اداري لوی رئیس مفتي محمد یوسف ثاقب ګډون والو ته ښه راغلاست ووایه او د یاد سیمینار موخې یې هغوی ته تشرېح کړې.
نوموړي څرګنده کړه: اخلاص او د کارکوونکو د مسلکي وړتیا لوړول په ادارو کې د چارو د لاپرمختګ لامل ګرځي.
ورپسې د سرچینو او ادارې معین هم د کارکوونکو د وړتیا لوړونې په ارزښت خبرې وکړې او زیاته یې کړه: د یوې ادارې پیاوړتیا او روڼتیا د هېواد او خلکو په خدمت کولو او د کارکوونکو په پاک نیت کې ده.
د يادونې وړ ده، دغه درې ورځنی پروګرام د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رياست له خوا د مرکز او ولايتونو د پوهنې رياستونو د شاوخوا ۷۲ تنو کارکوونکو د مسلکي ظرفیتونو لوړولو په موخه جوړ شوی، چې په ترڅ کې به یې هغوی ته د ښوونیزو اړتیاوو ارزونې، د وخت مدیریت، پلان جوړونې، راپور ورکولو، همغږۍ او ارتباط برخه کې روزنه ورکړل شي.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۵:۳۲
Background image

د لوګر ولایت د ۲۸۸ بابه ښوونځیو لپاره د درسي کتابونو وېش لړۍ پیل شوه

د لوګر ولایت پوهنې ریاست پورې اړوندو ۲۸۸ بابه ښوونځیو لپاره د ۳۱ مېلیونه افغانیو څخه په زیات لګښت، د ښوونکو او زده‌کوونکو لپاره د کتابونو او درسي موادو وېش پروسه پیل شوه.

یاد کتابونه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۵:۳۰
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له کړنو "اوونیز راپور"

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد د رئیس محترم مولوي جمعه خان "سروري" په لارښوونه، تېره اوونۍ د یاد ریاست یو څارنیز ټیم، د کابل ښار پنځمې تعلیمي ناحيې اړوند ۵بابه رسمي او خصوصي ښوونځیو له. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۵:۲۳
Background image

د کابل ښار اړوندو ښوونځيو د بدني زده‌کړې روزونکو لپاره سیمینار پای ته ورسېد

د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو ریاست، د کابل ښار د بدني روزنې ښوونکو د سپورټي وړتیاوو لوړولو په موخه، د ښوونځیو ۳۰ تنو ښوونکو لپاره د والیبال او فوټسال برخو کې یو روزنیز سیمینار. . .

BACK TO NEWS