په غزني ولایت کې یوه دیني مدرسه پرانیستل شوه
د غزني ولایت قره باغ ولسوالۍ اړوند په حاجي وزیر کلي کې د حضرت بي بي عایشه صدیقه "رضی الله عنها" دیني مدرسه د یاد ولایت د پوهنې مسئولینو له خوا پرانیستل شوه.
د دغه مدرسې ودانۍ چې ۵ درسي ټولګي، یوه اداري خونه، د غونډو تالار او نور اړین ملحقات لري، د ۲ مېلیونه افغانیو لګښت سره په یو جرېب ځمکه کې جوړه شوې ده.
د غزني پوهنې مسئولين وايي، چې د دغه مدرسې په جوړېدو سره د یاد کلي ۲۵۰ تنو ماشومانو ته د زده کړو آسانتیا برابره شوې ده.
مسئولينو په خپلو خبرو کې له خلکو وغوښتل چې خپل ماشومان د زده کړو په موخه مدارسو او ښوونځيو ته واستوي.
په ورته مهال د سيمې خلکو هم د یاد ولايت د پوهنې رياست د پلانونو له عملي کېدو څخه خپل ملاتړ څرګند کړ.
