د ولایتونو د پوهنې څو خبرونه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱ - ۱۴:۴
یبب

ارزګان:

د ارزګان ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي شمس الله آخندزاده کامران د پوهنې وزارت د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا ریاست له څلور کسیز پلاوي سره وکتل او د یاد ولایت د پوهنې ریاست ۵۴ تنو مدیرانو، ښوونکو او د ښوونځيو شوراګانو غړو ته یې د مسلکي سیمینار د وړاندې کولو په تړاو تفصیلي خبرې وکړې.

کاپیسا:

د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د نجیب الله شهید منځني ښوونځي د بیارغونې چارې په دې وروستیو کې بشپړې او د زده کوونکو پرمخ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د دغه ښوونځي پر چارو ۴۰ زره افغانۍ لګښت راغلی، چې د یاې ولسوالۍ د خلکو له لوري ورکړل شوی.

لوګر:

د لوګر ولایت په مرکز پل علم ښار کې د دارالعلوم محمدي لیلیه فعاله شوه، چې د ۵۰ تنو زده کوونکو ظرفیت لري.

د يو بل خبر له مخې:

د پوهنې له بودیجې څخه د لوګر ولایت د پوهنې ریاست ۲۲ تنو خدمتي کارکوونکو ته ژمنۍ جامې او بوټونه چمتو او د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ووېشل شول.

بدخشان:

د بدخشان ولایت په شهداء ولسوالۍ کې د ابو طلحه (رضی الله عنه) د عالي لېسې بیارغونې چارې پیل شوې.

ټاکل شوې چې د یادې لېسې د بیارغونې لګښت د پوهنې له بودجې څخه ورکړل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۷
Background image

په ښوونیزو مراکزو کې د نویو زده کوونکو د جذب او نوم لیکنې په اړه د پوهنې وزارت اعلامیه

بسم‌اﷲ الرحمن الرحیم
اَلحَمدُلِلّهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ وَالصَّلَوةُ وَالسَّلامُ عَلَی سَیِّدِالمُرسَلِینَ وَ عَلَی آلِهِ وَأَصحَابِهِ أَجْمَعِیْنَ
درنو هېوادوالو راځئ! چې نوی ښوونیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۳
Background image

په بادغیس ولایت کې له م/جاهدینو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د بادغیس ولایت پوهنې ریاست د هېواد د اولادونو لپاره د تعلیمي اسانتیاوو برابرولو په موخه، له هغو ۲۱۰ تنو م/جاهدینو څخه چې له زده کړو څخه پاتې شوي وو، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۱
Background image

د سرپل ولایت عام ولس لخوا پوهنې سره له ۱۹ میلیونه افغانیو څخه زیاته مرسته شوې

د سرپل ولایت پوهنې ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي؛ د ۱۴۰۴ لمریز کال په جریان کې د یاد ولایت خلکو، د سیمې مشرانو او تعلیمي شوراګانو په ټولیز ډول ۱۹ میلیونه ۱۶۴ زره ۸۵۱ افغانۍ د پوهنې له. . .

BACK TO NEWS