لوګر کې د لیک لوست له ښځینه زده کوونکو سره مرسته وشوه
د لوګر په مرکز پل علم پورې اړوند د لیک لوست زده کړې د ۶ کورسونو له ۹۰ ښځینه زده کوونکو سره د حرفوي توکو مرسته وشوه.
دغه مرسته د پوهنې وزارت د لیک لوست معینیت وکړه،چې هرې میرمنې ته یو د خیاطۍ ماشین او ۱۴ قلمه نور اړین توکي ورکړل شول.
د لوګرد پوهنې رئیس عبدالوکیل کلیوال وایي، چې د یادې مرستې موخه د لیک لوست زده کړې په کورسونو کې د نالوستو میرمنو جذبول دي.
هغه زیاته کړه، چې په راتلونکي کې به د لیک لوست زده کړې په کورسونو له نالوستو میرمنو سره ورته نورې مرستې هم وشي.
د پوهنې رئیس له نالوستو میرمنو غوښتنه وکړه، چې ځانونه د لیک لوست زده کړې په کورسونو کې شامل کړي څو له سواد او حرفوي زده کړو برخمنې شي.
لوګر کې دا مهال د نالوستو لپاره د لیک لوست زده کړې ۶۰ دولتي کورسونه فعالیت لري،چې د ۳۰۰ میرمنو په ګډون ۱۲۰۰ نالوستي په کې لیک لوست وایي.
