د پوهنې څو ولایتي خبرونه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۲ - ۱۱:۳۱
dsda

بلخ:

د بلخ ولايت د مرکز او دهدادي ولسوالۍ خلکو د یادې ولسوالۍ د شيخ آباد، خواجه امير جان، استاد صالح او کاکا کوټ ښوونځيو او د مزارشريف ښار د ترابي او رئيس عبدالخالق لېسو د بيارغونې او تجهيز لپاره د ٤٤٠ زره افغانيو په ارزښت مرسته وکړه.

فراه:

د فراه ولايت دفراه رود په کلي کې ۲ بابه کليوالي مدارس تاسیس او د دزده کوونکو پرمخ پرانیستل شول.

ننګرهار:

د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار اړوند د افغان ترک لېسې په انګړ کې، د افغان ترک لومړنی ښوونځی پرانیستل شو.

غزني:

د غزني ولایت د واغظ ولسوالۍ عامو خلکو په مالي مرسته، د هفته سیاب لومړني ښوونځي کتابتون او د اوبو رسولو سیسټم فعال شو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۹
Background image

د پوهنې وزیر په رسمي سفر هلمند ولایت ته ورسېد

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا او ورسره مل پلاوی هلمند ولایت ته لاړ او هلته یې د یاد ولایت له والي محترم الحاج مولوي امان‌الدین منصور سره وکتل.
د هلمند والي د پوهنې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۷
Background image

په غزني کې د یو شمېر ښوونکو او سرښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غزني ولایت د ګیرو، اندړو او زنخان ولسوالیو د ښوونځیو ۱۲۰ تنو مدیرانو، سرښوونکو او ښوونکو ته د «اغېزمنه ښوونه او زده‌کړه» تر سرلیک لاندې د درې ورځنیو روزنیزو برنامو دویم پړاو پیل شو.
پ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۳
Background image

په میدان وردګ کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د میدان وردګ ولایت مرکز بهسود ولسوالۍ اړوند بهرام ممرک لومړني ښوونځي لپاره د شاوخوا ۹۰۰ زره افغانیو په ارزښت د نوې ودانۍ جوړولو چارې د روان کال د وږي میاشتې په ۳۱مه نېټه پیل شوې.
د یادې. . .

BACK TO NEWS