په سرپل ولایت کې د یو باب دارالعلوم لیلیه پرانیستل شوه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۹ - ۱۱:۱۶
987
په سرپل ولایت کې د رحمانيه دارالعلوم نوې لیلیه، د یاد ولايت د پوهنې مسئولينو له خوا پرانیستل شوه.
دغه لیلیه د ۵۰ تنو زده کوونکو ظرفیت لري، چې د پوهنې وزارت له خوا جوړه شوې ده.
د ياد دارالعلوم د لیليې پرانیستلو پر مهال، مسئولينو او علماوو په خپلو خبرو کې له زده کوونکو وغوښتل، چې خپلې زده کړې په پوره مينه او اخلاص سره ترلاسه کړي، ترڅو په راتلونکي کې د خپل هېواد او خلکو لپاره د لوى خدمت جوګه شي.
له بلې خوا د همدغه دارالعلوم زده کوونکو هم د زده کړو د آسانتیاوو برابرولو په برخه کې د پوهنې وزارت د مشرتابه له هڅو او پاملرنې مننه وکړه.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۵:۳۲
Background image

د لوګر ولایت د ۲۸۸ بابه ښوونځیو لپاره د درسي کتابونو وېش لړۍ پیل شوه

د لوګر ولایت پوهنې ریاست پورې اړوندو ۲۸۸ بابه ښوونځیو لپاره د ۳۱ مېلیونه افغانیو څخه په زیات لګښت، د ښوونکو او زده‌کوونکو لپاره د کتابونو او درسي موادو وېش پروسه پیل شوه.

یاد کتابونه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۵:۳۰
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له کړنو "اوونیز راپور"

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد د رئیس محترم مولوي جمعه خان "سروري" په لارښوونه، تېره اوونۍ د یاد ریاست یو څارنیز ټیم، د کابل ښار پنځمې تعلیمي ناحيې اړوند ۵بابه رسمي او خصوصي ښوونځیو له. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۵:۲۳
Background image

د کابل ښار اړوندو ښوونځيو د بدني زده‌کړې روزونکو لپاره سیمینار پای ته ورسېد

د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو ریاست، د کابل ښار د بدني روزنې ښوونکو د سپورټي وړتیاوو لوړولو په موخه، د ښوونځیو ۳۰ تنو ښوونکو لپاره د والیبال او فوټسال برخو کې یو روزنیز سیمینار. . .

BACK TO NEWS