د هېواد له پوهنې سره د خلکو مالي ملاتړ دوام لري

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۴ - ۱۴:۵۵
dfgfd

بدخشان: د بدخشان ولایت مرکز اړوند د بتاش عالي لېسې مسئولینو، زده کوونکو، د شورا غړو او معارف دوسته خلکو د یادې لېسې د ترمیم، د څښاک پاکو اوبو سیسټم د فعالولو او نورو اړتیاوو په برخه کې د ۴۴۵ زره افغانیو په اندازه مرسته وکړه. کاپیسا: د کاپيسا ولايت په محمود راقي ښار کې د محمد عمر شهيد عالي لېسې مسئولينو او د یاد ولايت د پوهنې رياست چارواکو د همدغه لېسې د څښاک پاکو اوبو رسولو سيسټم د جوړېدو او فعالولو په موخه، د ۷۵ زره افغانيو په ارزښت مرسته وکړه. د پوهنې وزارت رهبري د پوهنې په برخه کې د کاپیسا ولایت د علمي شخصیتونو له مرستو مننه کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۷
Background image

په ښوونیزو مراکزو کې د نویو زده کوونکو د جذب او نوم لیکنې په اړه د پوهنې وزارت اعلامیه

بسم‌اﷲ الرحمن الرحیم
اَلحَمدُلِلّهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ وَالصَّلَوةُ وَالسَّلامُ عَلَی سَیِّدِالمُرسَلِینَ وَ عَلَی آلِهِ وَأَصحَابِهِ أَجْمَعِیْنَ
درنو هېوادوالو راځئ! چې نوی ښوونیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۳
Background image

په بادغیس ولایت کې له م/جاهدینو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د بادغیس ولایت پوهنې ریاست د هېواد د اولادونو لپاره د تعلیمي اسانتیاوو برابرولو په موخه، له هغو ۲۱۰ تنو م/جاهدینو څخه چې له زده کړو څخه پاتې شوي وو، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۱
Background image

د سرپل ولایت عام ولس لخوا پوهنې سره له ۱۹ میلیونه افغانیو څخه زیاته مرسته شوې

د سرپل ولایت پوهنې ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي؛ د ۱۴۰۴ لمریز کال په جریان کې د یاد ولایت خلکو، د سیمې مشرانو او تعلیمي شوراګانو په ټولیز ډول ۱۹ میلیونه ۱۶۴ زره ۸۵۱ افغانۍ د پوهنې له. . .

BACK TO NEWS