د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس لوګر ولایت ته رسمي سفر وکړ

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۲ - ۸:۵۰
jkhgf
د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد د رئیس الحاج مولوي جمعه خان سروري په مشرۍ د یاد ریاست پلاوی لوګر ولایت ته ورسېد.
په پيل کې یاد پلاوي د لوګر ولایت له پوهنې رئیس مولوي عبدالرحمن حمیدي او مسئولینو سره وکتل.
همدارنګه د دعوت او ارشاد رئيس د یاد سفر اساسي موخه د خپلو ویناوو او پروګرامونو وړاندې کول وبلل او له چارواکو يې وغوښتل، چې هره ورځ د نيم ساعت لپاره ښوونکو او زده کوونکو ته د اسلام د اساساتو کتابونه تدريس کړي.
له بلې خوا د لوګر ولايت پوهنې رئيس د ورغلي پلاوي له سفر څخه د هرکلى ترڅنګ، د دعوت او ارشاد ریاست دټولو لارښوونو د عملي کولو ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۷
Background image

په ښوونیزو مراکزو کې د نویو زده کوونکو د جذب او نوم لیکنې په اړه د پوهنې وزارت اعلامیه

بسم‌اﷲ الرحمن الرحیم
اَلحَمدُلِلّهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ وَالصَّلَوةُ وَالسَّلامُ عَلَی سَیِّدِالمُرسَلِینَ وَ عَلَی آلِهِ وَأَصحَابِهِ أَجْمَعِیْنَ
درنو هېوادوالو راځئ! چې نوی ښوونیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۳
Background image

په بادغیس ولایت کې له م/جاهدینو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د بادغیس ولایت پوهنې ریاست د هېواد د اولادونو لپاره د تعلیمي اسانتیاوو برابرولو په موخه، له هغو ۲۱۰ تنو م/جاهدینو څخه چې له زده کړو څخه پاتې شوي وو، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۱
Background image

د سرپل ولایت عام ولس لخوا پوهنې سره له ۱۹ میلیونه افغانیو څخه زیاته مرسته شوې

د سرپل ولایت پوهنې ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي؛ د ۱۴۰۴ لمریز کال په جریان کې د یاد ولایت خلکو، د سیمې مشرانو او تعلیمي شوراګانو په ټولیز ډول ۱۹ میلیونه ۱۶۴ زره ۸۵۱ افغانۍ د پوهنې له. . .

BACK TO NEWS