په هرات ولایت کې پوهنې ته دوه جرېبه ځمکه وقف شوه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۱ - ۱۰:۳
د هرات ولایت د پوهنې ریاست چارواکي وايي: د یاد ولایت زاول ولسوالۍ اړوند د عزیزآباد، باغدشت، مهاجرآباد، زوری‌آباد، بهبود خان، نصرت‌آباد، خواجه عرب، زورآباد، محمد‌آباد او رحیم‌آباد کلیو د معارف دوسته اوسېدونکو له لوري، د ۳۳۰ زره افغانیو په ارزښت یوه قطعه ځمکه پوهنې ته وقف شوه.
د دوى په وينا، د یادې ځمكې مساحت دوه جرېبه دى، چې د دوى په اړونده ولسوالۍ كې د ښوونځي د جوړېدو په موخه پوهنې برخې ته ځانګړې شوه.
د پوهنې وزارت مشرتابه د هرات ولایت زاول ولسوالۍ د علم پروره خلکو له مرستې مننه او هرکلی کوي.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۷
Background image

په ښوونیزو مراکزو کې د نویو زده کوونکو د جذب او نوم لیکنې په اړه د پوهنې وزارت اعلامیه

بسم‌اﷲ الرحمن الرحیم
اَلحَمدُلِلّهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ وَالصَّلَوةُ وَالسَّلامُ عَلَی سَیِّدِالمُرسَلِینَ وَ عَلَی آلِهِ وَأَصحَابِهِ أَجْمَعِیْنَ
درنو هېوادوالو راځئ! چې نوی ښوونیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۳
Background image

په بادغیس ولایت کې له م/جاهدینو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د بادغیس ولایت پوهنې ریاست د هېواد د اولادونو لپاره د تعلیمي اسانتیاوو برابرولو په موخه، له هغو ۲۱۰ تنو م/جاهدینو څخه چې له زده کړو څخه پاتې شوي وو، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۱
Background image

د سرپل ولایت عام ولس لخوا پوهنې سره له ۱۹ میلیونه افغانیو څخه زیاته مرسته شوې

د سرپل ولایت پوهنې ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي؛ د ۱۴۰۴ لمریز کال په جریان کې د یاد ولایت خلکو، د سیمې مشرانو او تعلیمي شوراګانو په ټولیز ډول ۱۹ میلیونه ۱۶۴ زره ۸۵۱ افغانۍ د پوهنې له. . .

BACK TO NEWS