د لوګر په ښوونځیو کې د نویو زده کوونکو د هرکلي کمپاین پیل شو

media-moe
دوشنبه ۱۳۹۸/۱/۵ - ۱۳:۵۰
moe

 

 د لوګر د پوهنې ریاست په خپلو اړوندو ښوونځیو کې د نویو راغلو ماشومو زده کوونکو د هرکلي، ستاینې او ښه راغلاست کمپاین پیل کړ.

د یاد کمپاین د پیلېدو په غونډه کې، چې د بي بي آمنې د نجونو په لېسه کې  جوړه شوې وه د پوهنې رئیس عبدالوکیل کلیوال،د دغې لېسې مدیرې نفیسې بها، د حضرت عمر فاروق (رض) لېسې آمر لطف الله ستانکزی، د خصوصي ښوونځیو د اتحادیې مرستیال سید اجمل شاه سروش او د القلم خصوصي ښوونځي مدیر محمد شفیق منیب برخه لرله.

د لوګر د پوهنې رئیس عبدالوکیل کلیوال د یاد کمپاین د پیل پر مهال وویل، چې د دغه کمپاین موخه ښوونځیو ته د نویو راغلو ماشومانو هرکلی، ستاینه او زده کړو ته د هغوی هڅول دي.

هغه له دولتي  چارواکو، سوداګرو، شتمنو خلکو، دیني عالمانو، قومي مشرانو، مدني فعالانو او له خلکو وغوښتل،چې په یاد کمپاین کې برخه واخلي او ښوونځیو ته د نویو راغلو ماشومانو هرکلی او ستاینه وکړي.

د غونډې په پای کې د پوهنې رئیس په یاد ښوونځي کې نویو راغلو ماشومو زده کوونکو ته د هرکلي او ښه راغلاست ویلو تر څنګ  دوی ته د ګلانو ګېډی او درسي توکي ورکړل او هغوی یې وهڅول، چې خپل همزولي هم ښوونځیو ته را وبولي.

وروسته د پوهنې رئیس د دارالهدیٰ خصوصي ښوونځي او بیا  د حضرت عمرفاروق (رض) د هلکانو لېسې ته ولاړ او د دغه دواړو ښوونځیو نویو راغلو ماشومو زده کوونکو ته یې هرکلی او ښه راغلاست ووایه. 

د لوګر د پوهنې ریاست د مرکز او ولسوالیو د پوهنې آمرانو ته سپارښتنه کړې ،چې د خپلو ولسوالیو په ښوونځیو کې د نویو راغلو ماشومانو هرکلی او ستاینه وکړي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۷
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د یو باب ښوونځي جوړولو چارې پیل شوې

د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ په پایان‌شهر سیمه کې د یوې لیسې ودانۍ جوړولو چارې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د سیمې یو تن علم‌پروره شخصیت محترم الحاج خواجه عبدالجبار صدیقي په مالي ملاتړ پیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۴
Background image

د لوګر ولایت پوهنې ریاست د علمي او مسلکي پراختیا غړو په یو علمي ورکشاپ کې ګډون وکړ

د لوګر ولایت په پوهنې ریاست کې د مرکز او ولسوالیو د ۳۱ تنو علمي او مسلکي غړو د وړتیا لوړونې په موخه یو ورځنی ښوونیز او میتودیکي ورکشاپ ترسره شو.
یاد ورکشاپ د پوهنې وزارت د اسلامي زده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

په لغمان ولایت کې له راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه ازموینه واخیستل شوه

لغمان ولایت ته د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د ارزونې ازموینو لړۍ په دوام، د یاد ولایت پوهنې ریاست لخوا له ۹۰ تنو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د. . .

BACK TO NEWS