د پوهنې وزارت سرپرست د بلخ ولایت «افغان – ترک لېسې» څخه د لیدنې په ترڅ کې د ترکیې هېواد له قونسل سره وکتل

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۲ - ۱۴:۳۰
544545

د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا، بلخ ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، چې موخه یې د ځينو ښوونیزو او روزنیزو پروژو پرانیستل او د یاد ولایت د پوهنیز وضعیت ارزول وو، نن د مزارشریف ښار کې «د افغان – ترک لېسې» څخه لیدنه وکړه.

نوموړی یادې لېسې ته په داخلېدلو سره د مسئولینو او استادانو له تود هرکلي سره مخامخ شو.

د پوهنې وزارت سرپرست د یادې لېسې له درسي خونو، لابراتوار او کتابتون څخه د لیدنې پر مهال، د همدې ښوونځي د درسي بهير په تړاو مفصل معلومات ترلاسه کړل او بيا يې په مزارشريف کې د ترکیې هېواد له قونسل وکتل. نوموړي په دې ليدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د مشترکاتو او دوستانه اړيکو مخينې ته په اشارې سره، د افغانستان د بیارغونې په ځانګړې توګه د ښوونې، روزنې او ښوونځيو جوړولو په برخه کې د ترکیې هېواد له همکاریو مننه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۹
Background image

د پوهنې وزیر په رسمي سفر هلمند ولایت ته ورسېد

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا او ورسره مل پلاوی هلمند ولایت ته لاړ او هلته یې د یاد ولایت له والي محترم الحاج مولوي امان‌الدین منصور سره وکتل.
د هلمند والي د پوهنې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۷
Background image

په غزني کې د یو شمېر ښوونکو او سرښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غزني ولایت د ګیرو، اندړو او زنخان ولسوالیو د ښوونځیو ۱۲۰ تنو مدیرانو، سرښوونکو او ښوونکو ته د «اغېزمنه ښوونه او زده‌کړه» تر سرلیک لاندې د درې ورځنیو روزنیزو برنامو دویم پړاو پیل شو.
پ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۳
Background image

په میدان وردګ کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د میدان وردګ ولایت مرکز بهسود ولسوالۍ اړوند بهرام ممرک لومړني ښوونځي لپاره د شاوخوا ۹۰۰ زره افغانیو په ارزښت د نوې ودانۍ جوړولو چارې د روان کال د وږي میاشتې په ۳۱مه نېټه پیل شوې.
د یادې. . .

BACK TO NEWS